لوګر کې د شېدو راټولولو او پروسس مرکزونو له روانو چارو څخه څارنه وشوه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه.ق
د لوګر ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیرآقا پیرحبیب الرحمن په داسې حال کې، چې د څارویو د روغتیا آمر داکتر خانشرین خسروي او د عوایدو د تنظیم آمر یې ملتیا کوله د لوګر ولایت مرکز اړونده ځینو د شېدو راټولولو او پروسس مرکزونو له روانو چارو څخه د نظارت په موخه ليدنه وکړه.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی شیرآقا پیرحبیب الرحمن د یادو مرکزونو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې خپل کارونه په لوړ کيفيت او معياري ډول پر مخ يوسي، څو خلکو ته باکیفیته لبني مواد واړندې شي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ آمریت تل هڅه کوي، چې مالدارانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د شېدو لپاره مناسب بازارونه پیدا کړي. د شېدو ټولولو او پروسس مرکزنونه د کلیو له کچې تازه شیدې راټولوي او بیا به یې پلازمینی او ځینو همجړګوار ولایاتو ته انتقالوي، ترڅو د ولسوالیو د مالدارانو شیدې بازار ته لار ومومي او په مناسبه بیه وپلورل شي.