د پکتیا ډنډپټان کې ۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۹:۴۸
 د پکتیا ډنډپټان کې ۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي

۱۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د بېوزله کورنیو د ملاتړ په لړ کې داځل د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزله کورنیو لپاره د هګیو چرګانو ۱۰۰ قطعه یې فارمونه جوړیږي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو ۵۰ بېوزله کورنیو پر هرې کورنۍ د چرګانو روزنې اړوند توکي، چې په کې «۱۲دانه خوره، ۱۲ اب خورې، یوه دروازه او ۱۵ متره جالۍ» شامل دې وېشل شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به پر دغو کورنیو پر هرې کورنۍ ۱۰۰ د هګیو چرګان هم ووېشل شي.
ددې پروژې له پلي کولو څخه موخه په پکتیاولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول، د کورنیو د خوړو خوندیتوب او له دې لارې د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړ تیا ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت