د پکتیا دکرنې رییس د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۰:۵۸
د پکتیا دکرنې رییس د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له چارواکو سره وکتل

۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو ان ډي پي) له چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو ان ډي پي)د دفتر مسؤل هارون هاند د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پروژو په اړه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل او همدا راز په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو.
 ښاغلی هاند د کرنې ریاست څخه دتېرو همکاریو په دوام د پروژو د ښه او اغېزمن پلي کېدو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې رییس په خپلو خبرو کې د ياد دفتر له استازو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د مؤسسو له مسؤلينو وغوښتل، چې خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ په پوره شفافيت سرته ورسوي، نوموړي همداراز وويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې او مالدارۍ په برخه سهولتونه هم رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۷
Background image

د خوست دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د علېشیرو او تریزیو او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار ته د عشر او زکات لوی رییس سفر او د عشر او زکات اړوند مهمې ناستې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي. . .

بازگشت