بزګرانو ته د بدیل کښت پر برابرولو د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۳۳
بزګرانو ته د بدیل کښت پر برابرولو د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې «یو ان او ډي سي»چارواکو سره په کتنه کې وویل، چې د هېواد په کچه د کوکنارو کښت او تولید اوس صفر ته رسېدلی دی، په همدې موخه باید بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت ترویج شي. 
مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو له دغه چارواکي سره د کتنې پر مهال د بدیل کښت د برابرولو پر جدي اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د عاليقدر امیرالمؤمنین له خوا د کوکنارو د کرکیلې په بندېدو سره سم، بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت ور وپېژندل شو او موږ په دې برخه کې ډېر کارونه کړي، خو بزګران لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.»
د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رییس انوجا سود د بدیل معیشت د رامنځته کولو پر اهمیت خبرې وکړې:«زموږ د راپورونو پر اساس په افغانستان کې د دغه بوټي کرکېله ۹۵ سلنه کمه شوې ده، چې صفر ته نږدې ده، موږ په دې برخه کې کار کوو او نړۍ ته یې رسوو، موږ د عامې روغتيا له وزارت سره په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې کار کوو، خو اړتیا ده، چې کروندګرو لپاره د کوکنارو بديل کښت ترويج او له دوی سره مرستې او همکارۍ ووشي.» 
 د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره په ۱۹۹۷ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د مخدره توکو د کنټرول، د جرمونو مخنیوي او د نړۍوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تاسیس شو.

تاکید معین زراعت و مالداری به فراهم سازی کشت بدیل برا دهقانان 
۱۰ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دیدار با مسوولان دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد "یو ان او دی سی"  از به صفر رسیدن کشت کوکنار در کشور سخن زده و خواستار معرفی و ترویج  بدیل کشت کوکنار به دهاقین شد.
مولوی صدراعظم عثمانی در دیدار با این مقام سازمان ملل بر نیاز جدی فراهم سازی کشت بدیل تاکید کرد افزود «همزمان با منع کشت کوکنار توسط عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله بدیل کشت کوکنار به دهاقین معرفی شده و ما فعالیت‌های زیادی در این زمینه انجام دادایم اما دهاقین نیاز به کمک بیشتر و حمایت بیشتر دارند».
انوجا سود رییس دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد در  مورد اهمیت ایجاد معیشت بدل صحبت کرده گفت:« بر اساس گزارش ما ۹۵ درصد کشت کوکنار در افغانستان منع شده است که نزدیک به صفر است، ما در این زمینه کار می کنیم و انعکاس آن را به جهان می‌رسانیم، ما در بخش تداوی معتادین با وزارت صحت عامه کار می‌کنیم اما نیاز است تا بدیل کشت کوکنار برای دهاقین ترویج شود و دهاقین کمک شوند.»
دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد، در سال ۱۹۹۷ توسط دبیرکل سازمان ملل متحد، با هدف کنترل مواد مخدر، پیشگیری از جرم و مقابله با تروریسم جهانی تأسیس شد است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

د فراه په ولایت کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د فراه د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۳۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۷
Background image

د خوست دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د علېشیرو او تریزیو او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار ته د عشر او زکات لوی رییس سفر او د عشر او زکات اړوند مهمې ناستې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت