د ننګرهار کانال شرکت د مدیره پلاوي غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۵
د ننګرهار کانال شرکت د مدیره پلاوي غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه

د ننګرهار کانال شرکت د مدیره پلاوي غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه. په دې غونډه کې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم او تخنیکي ټیم د یاد شرکت د ۱۴۰۲ کال د فعالیتونو او د سږني کال پلان اداري پلاوي ته وړاندې کړل.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ  مرستيال مولوي صدر اعظم عثماني، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري، د صنايعو او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال انجنير مجيب الرحمن عمر او د اړوندو وزارتونو تخنیکي ټیم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د وادي کرنيز شرکت مسوولينو د تېر کال د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او دغه راز يې د سږني کال لپاره د عوايدو د راټولولو، لګښتونو، توليداتو، د ځمکې د اجارې، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار، دمالدارۍ د فارمونو جوړول، د چرګانو روزنې او کب روزنې فارمونو جوړول، د سرو تولید، د بڼونو جوړولو، د سبو، غلودانو کرکېله او زیتونو فابریکې په برخه کې د دې شرکت د تېر کال معلومات شریک کړل.
د نظرونو له تبادلې او بحث وروسته د دغه شرکت د سږني کال پلان د اداري پلاوي او د غونډې د غړو له خوا تایید شو او ټینګار وشو، چې د کار موندنې، د حاصلاتو د زیاتوالي، د کانال له ځمکو څخه د اغېزمنې استفادې او د مسلکي کارمندانو د ګمارنې په برخه کې دې لا ډېر کا ووشي.

جلسه ‌هیئت مدیره شرکت کانال ننگرهار در وزارت زراعت دایر شد 
جلسه‌ هیئت مدیره  شرکت زراعتی کانال ننگرهار  برگزار و در آن مولوی غلام ‌الرحمان کظیم رئیس و تیم تخنیکی شرکت یاد شده  فعالیت‌های سال ۱۴۰۲ و پلان امسال شان را به هیئت مدیره ارائه نمودند.
در این جلسه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، مولوی قدرت‌الله جمال معین وزارت اقتصاد، دکتور عبدالطیف نظری معین وزارت صنعت و تجارت و انجینر مجیب ‌الرحمان عمر معین وزارت انرژی و آب و تیم تخنیکی وزارت‌های مربوط حضور داشتند.
مسوولان شرکت امارتی زراعتی وادی ننگرهار در مورد فعالیت‌های سال گذشته شان معلومات ارائه نموده و نیز پلان‌های امسال خویش را در بخش جمع‌آوری عواید، مصارف، تولیدات، اجاره دهی زمین، کار در بخش زراعت، مالداری، ایجاد‌ فارم‌های مالداری، مرغ، ماهی، تولید کود، احداث باغ‌، کشت سبزیجات، غله‌جات و فابریکه زیتون شریک نمودند.
بعد از بحث و تبادل نظر پلان امسال این شرکت از طرف هیئت مدیره و اعضای مجلس مورد  تائید قرار گرفت و تاکید شد روی اشتغال‌زایی، افزایش حاصلات، استفاد موثر از زمین‌های کانال و استخدام کارمندان مسلکی بیشتر کار صورت گیرد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت