د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د افغانستان بانک د املاکو او جايدادونو لوی آفیسر الله محمد افغانیار ګډون درلود د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه
ياده ځمکه د افغانستان بانک په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د کرنې وزارت د اراضۍ  رياست لخوا یادې ادارې ته د پکتیا ولايت مرکز د ګردېز ښار دويمه ناحیه کې په ۱۰۱۶ متر مربع مساحت ځمکه باندې د زړو پیسو د سوځولو مرکز د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د افغانستان بانک د املاکو او جايدادونو لوی آفیسر الله محمد افغانیار ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ، د غزني ښار اړوند یو شمېر کلیو کې ۴۳ مستحقو او بې‌وزله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

دکرنې وزارت د جیوديزي او تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو 

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست د جیوديزي او کدستر او د ځمکو د تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارمندانو ته روزنيز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې لسګونه کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي کېږي

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیکا ولایت په جانیخېل او ګومل ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «هېلټو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت