د ننګرهار چپرهار کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۳۹
د ننګرهار چپرهار کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د جاپان پلیټ فارم په مالي لګښت او د جاپان د بېړنیو مرستو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چپرهار ولسوالی کې د۱۷۱ زره ۹۷۱ ډالرو په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. 
  د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په دې پروژه کې  د ۲۹،۳ کیلو متره په اوږدوالی د ګلدري کانال او فرعي لښتیو پاک کاري، یو عدد سربند، ۹۸۸ متره استنادي دېوال او د اوبو د کنټرول دوه دروازې پکي شاملې دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ګلدري کانال کې ۲۴۳  کسانو ته د دوه میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.
   ددې کانال په جوړولو سره ۱۳۸۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې  ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.
ښاغلی محمد د تمویلوونکي ادارې او همکارۍ مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ له دوی څخه وغوښتل، چې د ننګرهار ولایت په نورو سیمو کې دې هم ورته پروژې پلي کړي.
باید وویل شي، چې د جاپان د بېړنیو مرستو مؤسسي ۲۴۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې او ۲۴۳ بېوزله او غریبو خلکو ته خوراکي او غیرخوراکي توکې ووېشلي، چې هره کڅوړه کې ۱۵۰ کیلو وړه، ۲۰ لېتره غوړي، ۵۰ کیلو غټې وریجې، ۲۰ کیلو بوره، دوه کیلو شین چای، ۱۵ کیلو لوبیا، ۱۳ کیلو مۍ، دوه کیلو مالګه او شپږ کلچې صابون ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل 

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د همغږۍ او پلان لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشري، په افغاستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د. . .

بازگشت