د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد پلاوي سفر موخه نوموړي سيمې ته د دغه سيمې کورونه او جايدادنه چې څو موده وړاندې د غصب څخه د مخنیوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون لخوا استرداد شوي د هغو د سروې په پار ښودل شوې ده، چې وروسته له سروې څخه به دغه جایدادونه وړ کسانو ته په اجاره ورکړ شي.
په پیل کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رييس الحاج مولوي عبدالصمد پاڅون د نوموړې سيمې خلکو سره خبرې وکړې او نوموړو کسانو ته يې ډاډ ورکړ چې نوموړې سيمه امارتي تثبيت شوې خو بیاهم د هېچا حق به تر پښو لاندې نه کېږي او انشاءالله حق به خپل حقدار ته سپارل کېږي.
په پای کې د يادې سيمې خلکو هم د یاد پلاوي له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او د هر راز همکارۍ ژمنه یې هم وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۱۹
Background image

توزیع  بسته‌های مدیریت مالداری در ولایت دایکندی

۸ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی  در همکاری موسسه ارتباط (TLO) توزیع بسته‌های مدیریت مالداری را برای ۲۵۰ مستفید در ولسوالی‌های شهرستان و نیلی این ولایت آغاز و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د روزګان د عشر او زکات له مسوولینو سره وکتل

۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد د یو رسمي سفر په ترڅ کې د روزګان ولایت د کرنې ریاست له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۳:۱۱
Background image

کندهار کې له پاکستان څخه د ۴۵۰۰  بې‌کیفیته وارداتي چرګانو مخه ونیول وشه

۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې، د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ قرنطین مسؤلینو د ګاونډي پاکستان څخه واردېدونکي ۴ زره. . .

بازگشت