د کرنې وزیر په ننګرهار کې د افغانستان د مېوو له ملي ټولګې څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۹:۵۵
د کرنې وزیر په ننګرهار کې د افغانستان د مېوو له ملي ټولګې څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ننګرهار ولایت په ششم باغ څېړنیز مرکز کې د افغانستان د مېوو له ملي ټولګې "کلکسیون" څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د فارم کارکوونکو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د فارم ځینې اړتیاوې یې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې، څو ورته پاملرنه وشي.
د شپږم باغ کرنیز څېړنیز فارم د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالی کې موقعیت لري. دا فارم پر بېلابېلو مېوو د څېړنې او د کرنې او بڼوالۍ د زده کونکو د روزنې لپاره کارول کېږي.
په دغه فارم کې بېلابېل ډوله مېوې لکه مالټه، لیمو، چکو تره، خرما او کوینو روزل کېږي، چې مساحت یې ۵۰ جریبه ځمکې ته رسېږي او ۶۶ ډوله مېوه لرونکي ونې لري.
ددې لیدنې په ترڅ کې د فاریاب والي داملا شعیب رسالت، د سرپل ولایت مرستیال والي داملا نادر، د فاریاب ولایت امنیه قوماندان داملا سراج، د سرپل د لواء قوماندان داملا مفتي محمد او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوشمېر چارواکو هم حضور درلود.

وزیر زراعت از کلکسیون ملی میوه ‌جات افغانستان در ننگرهار دیدن کرد
مولوی عطاءالله ‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از مرکز کلکسیون ملی میوه‌جات افغانستان در مرکز تحقیقاتی"شیشم باغ" در ولایت ننگرهار دیدن کرد.
در این دیدن کارمندان فارم در مورد فعالیت‌های شان معلومات ارائه نموده و بعضی از نیازمندی‌های فارم را با وزیر زراعت شریک ساختند تا به آن توجه صورت گیرد.
فارم تحقیقات زراعتی ششم باغ در ولسوالی بهسود ولایت ننگرهار موقعیت دارد. از این فارم برای تحقیقات انواع مختلفی از میوه‌جات و آموزش محصلان رشته زراعت و باغداری استفاده می‌گردد.
در این فارم انواع گوناگونی از میوه‌جات چون مالته، لیمو، چکوتره، ُخرما و کینو پرورش داده میشود و مساحت آن به ۵۰ جریب زمین میرسد و دارای ۶۶ درخت میوه‌ای می‌باشد.
در جریان این بازدید داملا شعیب رسالت والی فاریاب، داملا نادر معاون والی سرپل، داملا سراج قمندان امنیه ولایت فاریاب، داملا مفتی محمد قوماندان لوا سرپل و شماری از مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نیز حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت