کونړ کې د کتار په بڼه د شولې کرکېله د بزګرانو حاصلات د پام وړ زیات کړي دي

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۲۲
کونړ

۶ زمری ۱۴۰۰
شولې یا وریجې د افغانستان له اړینو کرنیزو محصولاتو څخه دي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او په ځانګړې ډول د افغانستان په شمالي او ختيځو ولایتونو کې په پراخه کچه کرل کېږي.
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د شولو کروندې درې زره او ۵۱۹ هکټارو ته رسېږي، چې د کتار په بڼه یې کرکېله حاصلات ۳۰ تر ۴۰ سلنه ډېر کړي دي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شولې عصري کرکېلي په پار هرکال د شولې ننداریزې کروندې جوړېږي، چې په یادو کروندو کې بزګرانو ته د شولې د عصري کرکېلي په پار روزنه ورکول کېږي.
د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د شولو کروندې او حاصلات، «کرنیز تناوب» ته په کتو هرکال بدلون کوي.
د یاد ریاست د چارواکو په خبره، په دې ولایت کې بزګرانو ته د کتار په ډول د شولې ننداریزې قطعې جوړول هم د شولې د محصولاتو په زیاتوالي کې مرسته کړې ده.
یاد ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړ شوي دي. کوم بزګران چې په خپلو کروندو کې د کتار په ډول د شولې کرکېله کوي وایي، چې د کتار په ډول د شولې کرکېله د دوی د محصولاتو کچه له ۳۰ تر ۴۰ سلنه زیاته کړې ده.
د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت