کندهار کې د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د پراختیا او ترویج پهموخه سلګونه کروندګر روزل کېږي
۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لهخوا د دې ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د څاڅکو (قطریي) اوبو لګولو سیستم د پراختیا او ترویج په موخه د ۷۶۰ تنو کروندګرو لپاره پراخ روزنیز پروګرام پیلېږي.
د چارواکو په وینا، په دغه پروګرام کې به د هرې ولسوالی څخه ۴۰ تنه کروندګر ګډون وکړي. ګډونوالو ته به د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د نصب، د اوبو د ذخیرې، د اوبو د منظم مدیریت، د لږو اوبو په کارولو سره د زیاتو کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د اوبو د سپما اړوند نظري او عملي زده کړې وړاندې شي.
د یادو روزنو موخه د اوبو د اغېزمن مدیریت او سپما په برخه کې د کروندګرو د ظرفیت لوړول، د عصري اوبو لګولو سیستمونو ترویج، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو موثریت زیاتول او د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د کمښت پر وړاندې د کرنیز سکتور د مقاومت پیاوړتیا ده.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د دودیزو طریقو په پرتله د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي، د حاصلاتو کیفیت او کمیت لوړوي او کروندګرو ته زمینه برابروي چې په لږو اوبو او کم لګښت سره خپلې کرنیزې چارې لا اغېزمنې پرمخ یوسي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او خصوصي شرکت ترمنځ د څاڅکو اوبو لګولو سیستمونو د عامه پوهاوي او ترویج په موخه هوکړهلیک لاسلیک شوی، چې له مخې به یې په ۱۹ ولسوالیو کې سلګونو کروندګرو ته روزنه او عامه پوهاوی وړاندې شي. ټاکل شوې ده چې د دې لړۍ لومړنۍ روزنه د راتلونکې سېشنبې په ورځ د دامان ولسوالۍ څخه پیل شي.
کندهار د هېواد له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د وچکالۍ، د اوبو د سرچینو کمښت او د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دی. له همدې امله د څاڅکو اوبو لګولو په څېر عصري سیستمونو ترویج د اوبو د سپما، د حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنیز تولید د پایښت لپاره مهم ګام ګڼل کېږي. د کرنې وزارت او اړوندو شریکو بنسټونو له لوري په وروستیو کلونو کې د عصري اوبو لګولو سیستمونو د پراختیا لپاره هڅې چټکې شوې دي، څو کروندګر وکولای شي د اوبو له محدودو سرچینو څخه اغېزمنه ګټه واخلي.
