پکتیا کې د زعفرانو راټولولو لړۍ پیل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۴:۵۱
پکتیا کې د زعفرانو راټولولو لړۍ پیل شو

۲۶ لړم ۱۳۹۸
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د زعفرانو راټولولو او پروسس لړۍ پیل شوي دي.

د پکتیا د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د زعفرانو کروندې ښه حاصل ورکړي، چې د زعفرانو ځینې ګلانو له څلور تر۹ تارونه (Stigma) تولید کړي، چې معول هغه یې درې تاره تولیدوي.

په پکتیا کې د زعفرانو د کرکېلي او تولید د پراختیا په پار؛ د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا سږ کال د پکتیاولایت د مرکز په کډون ددې ولایت د زرمت، سیدکرم، جاني خیلو، احمداباد، ځاځی اریوب او میرزکې ولسوالیو پر۲۵مخکښو نارینه او ښځینه بزګرانو د زعفرانو د ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو شپږ زره او ۲۳۳ کیلوګرامه پیاز، ۴۵ کیلوګرامه د عفوني ضد درمل، تقویتي سره او کرنیزې کڅوړې، چې په کې «ماسک، دستکشې، پینس، المونیمي قطی، پلاستیکي سبد او پلاستیکي سطل» شامل وو وېشل شوې وه.

ددې ترڅنګ ددې ولایت د زعفرانو ټولنې څلورو ګروپونو ته د زعفرانو وچولو عصري دستګاوې هم ورکړل شوي دي. یاد دستګاوې په یوه ساعت کې د یوه کیلو زعفرانو د وچولو وړتیا لري.

د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د پکتیا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت