غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۴
غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له لوی رییس احمد خان صابري سره یوه مشورتي او همغږۍ ناسته ترسره کړه. دغه ناسته د کرنیزو او حیواني علومو د فارغانو د جذب، همکارۍ، لارښوونې او اغېزمنې ونډې اخیستو په موخه ترسره شوې ده.
په غونډه کې دواړو لوریو د هېواد د پرمختګ لپاره د بشري سرچینو اهمیت په ګوته کړ او هوکړه وشوه چې له هغو محصلینو سره چې د کرنې او حیواني علومو له برخو فارغ شوي، به په بېلابېلو کاري برخو کې همکاري وشي. مولوي محمد اسماعیل شکیب وویل چې اداره یې د ځوانو مسلکي کدرونو د ملاتړ لپاره ژمنه ده او هڅه کوي چې د دوی استعدادونه د هېواد د کرنیز پرمختګ په خدمت کې وکارول شي.
احمد خان صابري په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د زون په کچه باید د کرنې سکتور لا پیاوړی شي او فارغان باید یوازې پرې نښودل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دولتي موسسو او خصوصي سکتور له لارې باید د ظرفیت لوړونې او عملي تجربې زمینه ورته برابره شي.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې په ګډه به د ځوانو فارغانو لپاره د کاري فرصتونو، روزنیزو پروګرامونو او د کرنیزو فارمونو په برخه کې د ملاتړ ګډ پلانونه جوړ کړي، ترڅو فارغان خپل مسلکي ژوند په عملي توګه پیل کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

د امارتي شرکتونو لوی رییس د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له میکانيزه فارمونو او فابریکو لیدنه وکړه

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش او یو شمېر نورو مسؤولینو سره یو ځای، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
Background image

پکتیا کې پر ۱۷۵ بڼوالو د بڼوالې اړوند توکي ووېشل شول

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ ریاست اړوند د همکاری موسسې اکشن اېډ له‌ لورې ددې ولایت په سید کرم ولسوالی کې پر ۱۷۵ تنو بڼوالو د بڼوالې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
Background image

د هلمند دکرنې رئیس  د چرګانو پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل 

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، په داسې حال کې، چې د یاد ریاست د مالدارۍ آمر هدایت‌الله هدایت او د کرنې. . .

بازگشت