د کندز دکرنې رییس د لاس په لاس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۷:۵۹
د کندز دکرنې رییس د لاس په لاس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن د کندز په ولایت کې د لاس په لاس مؤسسې له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د لاس په لاس مؤسسې د ۱۴۰۳ لمریز کال د پلان شویو پروګرامونو د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه، لومړی د کندز ولایت د کرنې رییس د یادې ادارې مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او په ۱۴۰۲ کال کې یې د دوی د کارونو چې د کرنې ریاست سره په بشپړه همغږۍ کې پلي شوی قدرداني وکړه.
ددې غونډې په ترڅ کې دلاس په لاس مؤسسې مسوولینو خپل پروګرامونه د کندز د کرنې رییس ته تشریح او شریک کړل دوی وویل، چې د دوی په پلي شویو پروژو کې«۴۲۰ بې وزلو ښځو ته د کار پیدا کول، په ۸ ولسوالیو کې د ۶۹ بڼونو جوړول، د پیسو په بدل کار چې ۱۵۰۰ کسان په ۴۰ ورځو کې په کار به بوخت وي، بزګرانو ته د مېوې د وچولو ۲۵ پایې لمریز ماشینونو وېش، د اینجې د کښت په برخه کې له ۵۰ بزګرانو سره مرسته، د اوبو د راګرځیدو د بندونو جوړول، په علي آباد او چهاردرې ولسوالیو کې ۱۵ د ممیزو وچولو کوټې جوړول، د امام صاحب، کلباد ولسوالیو او په مرکز کې ۸۸۲۳ بزګرانو ته د غنمو او کیمیاوي سرې وېش شامل دي.»
د یادې ادارې مسوولینو د کندز ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي امان الله حسن نه د ۱۴۰۲ کال د پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ په موخه د قدرداني تر څنګ، همداراز د ۱۴۰۳ کال د پروژو د ښه پلي کیدو لپاره د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کرنې ریاست له ملاتړ پرته د پرمختیایي پروژو پلي کول به له ننګونو ډک وي.
په پای کې د کندز ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي امان الله حسن وویل، چې د کرنې او مالدارې سکتور د پرمختیايي پروژو همکار بنسټونه د پخوا په څېر له بشپړ او هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن وي. او ویې ویل، چې بنسټونه د خپلو پروګرامونو له پیلولو مخکې باید د پروژو جزئیات له کرنې ریاست سره شریک کړي، تر څو د پروژو په تطبیق کې بې نظمي او وزګارتیا رامنځته نشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت