د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لخوا د حبيب الله ځاځي ښارګوټي او پارک د ځمکو سروې پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۵۸
د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لخوا د حبيب الله ځاځي ښارګوټي او پارک د ځمکو سروې پیل شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د د ځمکو چارو ریاست د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا د حبيب الله ځاځي د ښارګوټي او پارک ځمکو د سروې چارې پیل شوي دي.
ياده ځمکه چې د بګرامي ولسوالی په سيمه کې پرته ده په درې قطعې چې ټولیزه کچه یې نږدې ۳۹۰ جریبه اټکل شوې، چې د غصب شویو ځمکو د مخنيوي کميسيون لخوا استرداد شوې ده.
باید وویل شي، چې دغه استرداد شوې ځمکه د ځمکو چارو ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست د تخنيکي او مسلکي کارکوونکو له لورې سروې او وروسته له هغه به یاده ځمکه د عامه ګټو لپاره وکارول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت