د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰ بڼونو د جوړولو په موخه هر اړخیزه سروې ترسره کړه، څو د بڼوالۍ د پراختیا لپاره مناسبې سیمې وپېژندل شي.
یاده سروې د دې لپاره ترسره شوه، تر څو د سیمې اقلیمي شرایط، د خاورې ډول، د اوبو موجودیت او د بزګرانو لېوالتیا وڅېړل شي او د مڼو او ناکو د بڼونو د جوړولو لپاره مناسبې ځمکې تثبیت او تشخیص شي. د سروې پر مهال له بزګرانو سره نږدې مشورې وشوې او هغوی ته د بڼوالۍ د ارزښت، اقتصادي ګټو او د شفتالو او ګیلاسو د تولیدي اهمیت په اړه لازم معلومات ورکړل شول.
د مسؤلینو په وینا، د دې سروې پایلې به د مڼو او ناکو د بڼونو د معیاري او منظم جوړولو، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو د لوړوالي او په سیمه کې د بڼوالۍ د ودې لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې د بزګرانو ملاتړ ته به دوام ورکړي او د پایدارې کرنې او بڼوالۍ د پراختیا لپاره به عملي ګامونه پورته کوي، تر څو بزګران وکولای شي له نوې ټکنالوژۍ او معیاري بڼوالۍ څخه ښه اقتصادي ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت