د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او ټولګټو وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۲:۴۷
د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او ټولګټو وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

۲۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او د ټولګټو  وزارت ترمنځ؛ د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوی محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوی سید محمد سعید او د ټولګټو وزارت د تلو چارو سمون رییس الحاج مولوی محمد اعظم سروري ترمنځ د ځمکو د  جیوډیزې او کدستر لوی رییس مولوی سعید الرحمن مظهري، په شتون کې لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د ټولګټو وزارت د (۲۹۵) ګنې د ۲۱/۱۲/۱۴۴۴ نېټې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۵۷۳۳) ګنې د ۲۶/۱۱/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د میدان وردګو ولایت په مرکز کې د نږدې لس جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شوی دی.
 دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د میدان وردګ ولایتد مرکز کې په دوو سیمو کې چې يوه يې په ۶ جريبه او دويمه يې ۳.۷۵ جريبه ځمکه ده د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه ټولګټو وزارت ته لېږدول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت