د کرنې او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د هلمند ولایت د صنعتي پارک په موخه د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۳:۱۶
د کرنې او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د هلمند ولایت د صنعتي پارک  په موخه د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د هلمند ولایت د صنعتي پارک د جوړولو په موخه د ځمکې د لېږد په موخه تړون لاسلیک شو. 
په دغه غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست په مقام کې جوړه شوه، ملا عبدالرحمن رحماني د ځمکو چارو رياست لوی رییس، مولوي سید محمد نعیم محمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو او صنعتي چارو لوی رییس او د دواړو ادارو د مختلفو څانګو یو شمېر مسوولين او چارواکو هم برخه اخیستې وه.
د دغه تړون لاسلیک د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست مشر ملا عبدالرحمن رحماني او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو او صنعتي چارو لوی رییس  مولوي سید محمد نعیم محمدي ترمنځ د ١٥٩ جریبه ځمکې انتقال، د هلمند ولایت د لښکرگاه ښار د صنعتي پارک د جوړولو په موخه ترسره شو.  
د يادونې وړ ده، چې ياده ځمکه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د ۵/۱/۱۴۴۵ نیټې د ( ۷۷ ) ګنې فرمان له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۳
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د مل پلاوي په مشرۍ سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

هلمند کې د ۲۱۳ انارو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند په ولایت کې د ۲۱۳ د انارو بڼونو د جوړولو کار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د پراختیایي بودجې څخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کرنیزو تخمونو د تصدیق چارواکو او د خصوصي سکتور له استازو سره د ازبیکستاني پلاوي لیدنه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ازبیکستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ یوه پلاوي د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو تخمونو د تولید د تصدیق. . .

بازگشت