د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په همکارۍ، د دې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د سرواملوکو او ناکو بڼونو جوړولو او شوتلو تخمونو وېش په موخه ابتدایي سروې ترسره شوه. د یادې سروې موخه د پروژې د عملي کېدو لپاره د اړینو معلوماتو راټولول او د تطبیق لپاره د زمینې برابرول دي، څو دغه بزګران وکولای شي له یادو بڼونو څخه د خپل عاید د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ګټه واخلي.
د یادې سروې موخه په ګربزو ولسوالی کې د بڼوالۍ سکتور پیاوړتیا، د بزګرانو د عوایدو زیاتوالی، د اصلاح شویو تخمونو ترویج او د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت لوړول دي، ترڅو په اوږدمهال ډول د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه او کرنیز تولیدات وده ومومي.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري ژمنه ده، چې په راتلونکي کې به دې ته ورته پرمختیایي پروګرامونه دوامداره وساتي او د کرنې د سکټور د لا پیاوړتیا لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به یادو سروې شویو بزګرانو د سرو املوکو، اناکو باغونو جوړولو لپاره نیالګي او د شوتلو تخمونه وویشل شي.


ایجاد باغ‌های ناک و انار در ولسوالی گربز ولایت خوست
۱۱ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست اعلام می‌کند که تحت نظارت مدیریت عمومی خدمات زراعتی ولسوالی گربز و با همکاری موسسه برای احیا و توسعه، سروی ابتدایی به‌منظور ایجاد باغ‌های انار و ناک و توزیع تخم‌های اصلاح‌شده در قریه‌های مختلف این ولسوالی انجام شده است.
هدف از این سروی، جمع‌آوری معلومات لازم برای تطبیق پروژه و فراهم‌سازی زمینه اجرای آن می‌باشد تا دهقانان بتوانند از طریق ایجاد این باغ‌ها، عواید خود را افزایش داده و در تأمین مصونیت غذایی خانواده‌های‌شان سهم بگیرند.
همچنان، این برنامه با هدف تقویت سکتور باغداری، افزایش عواید دهقانان، ترویج تخم‌های اصلاح‌شده و بلندبردن کمیت و کیفیت محصولات زراعتی در این ولسوالی راه‌اندازی شده است، تا در درازمدت وضعیت اقتصادی دهقانان بهبود یافته و تولیدات زراعتی رشد نماید.
رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست تعهد می‌نماید که برنامه‌های انکشافی مشابه را در آینده نیز ادامه داده و گام‌های عملی بیشتری را برای تقویت سکتور زراعت بردارد.
قابل یادآوری است که در آینده نزدیک، برای دهقانان سروی‌شده، نهال‌های انار و ناک و همچنان تخم‌های اصلاح‌شده توزیع خواهد شد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت