د هلمند ګرشک کې لسګونه مالداران وروزل شول

۱۳ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
دهلمندولایت د کرنی، اوبولکولو اومالداری ریاست لخوا، د هالنډ کمیټی په مالي همګارۍ دګرشک ولسوالی څه کم ٢٠٠ تنو مالدارانو ته دحیواني ناروغیو مخنیوی او د څارویو د وړیو راټولولو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.
دغو ځايي مالدارانو ته د حیواني ناروغیو نښو نښانو، وقایې او پر وخت درملنې برخه کې اړین معلومات ورکړل شوي، همدارنګه د حیواني محصولاتو څخه د ښې او مؤثرې ګټې اخیستنې او بازار موندنې په اړه هم پوهاوی ورکړل شوی دی.
د یادې ولسوالی مالدارانو دغه ډول روزنیزې زده کړې مؤثرې وبللې او په راتلونکي کې یې هم د یادو پروګرامونو ددوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دغو مالدارانو ته به تر زده کړو وروسته د اړتیا وړ یو شمېر حیوايي درمل او د څارویو خوراکه هم ووېشل شي.