د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لبنياتو پلورونکو هټیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لبنياتو پلورونکو هټیو څخه څارنه وشوه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او د حیواني روغتیا امریت کارکوونکو دلښکرګاه په مرکزي سیمو کې د لبنياتو د پلورونکو له فعالیتونو څخه لیدنه، کنترول او نظارت ترسره کړه.
دغه څارنه د دې لپاره ترسره شو، څو ډاډ ترلاسه شي چې لبني محصولات ښاريانو ته په پاک، صحي او معیاري ډول عرضه کېږي. د نظارت پر مهال د لبني محصولاتو کیفیت له نږدې وڅارل شو او د خرڅلاو پر ځایونو کتنه وشوه.
مسؤلینو څرګنده کړه، که چیرې کوم پلورونکی تر وخت تېر، فاسد یا بې‌کیفیته لبنيات خرڅوي، قانوني چلند به ورسره وشي او د اړوندو اصولو له مخې به مجازات شي.
د کنترول او څارنې پر مهال د لبنياتو پلورونکو ته لازمې روغتیایي لارښوونې هم ورکړل شوې، څو د محصولاتو د کیفیت په ساتنه کې لا زیات پام وکړي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي چې، دا ډول نظارتي بهیرونه دوام ولري، څو هلمندوال د روغتیا له پلوه خوندي لبني محصولات وکاروي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» مجهز وټرنرۍ کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۴۳
Background image

کرنې وزارت کې د اداري لیکونو او دفتري مدیریت په اړه روزنیز پروګرام پیل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵
Background image

ننګرهار کې د۵۰ زره کوچنیو شخوند وهونکو څارویو لپاره د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې «ډي‌سي‌اې» په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق. . .

بازگشت