د هلمند سنګین ولسوالی کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۳:۱۰
د هلمند سنګین ولسوالی کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي لخوا ددې ولایت د سنګین په ولسوالی کې د امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه. 
د ځمکو د غصب مخنیوی په دې کمپاین کې د تخنیکي پلاوي غړو تر څنګ اړونده امنیتي مسؤلینو هم برخه اخیستې وه.
په یاد کمپاین کې هغه امارتي ځمکې چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا پکې غاصبانه تصرفات ترسره شوي ؤ او یاهم دغصب دغه لړۍ یې روانه ساتلې وه، نوي جوړ شوي دېوالونه  یې له منځه یوړل شول.
د یادونې وړده، چې هلمند کې تر دې وړاندې هم د زرګونه جریبه ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی، چې دغه لړۍ به د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې ادامه ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت