د نورستان پر بزګرانو د غنمو ۹۸ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۴:۱۹
د نورستان پر بزګرانو د غنمو ۹۸ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

۱ لیندۍ ۱۳۹۹
د نورستان ولایت پر یوزر او ۹۶۰ بزګرانو د ۹۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وایي، چې ددې ولایت په یو زر او ۹۶۰ بزګرانو پر هر یو بزګر د غنمو ۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه، د سبسایډي په ډول د برخمن شویو بزګرانو په ۴۰ او د کرنې وزارت په ۶۰ سلنه لګښت وېشل کیږي، چې ورسره به ددې ولایت په درې زره او ۹۲۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
د نورستان ولایت د کرنې رییس زیاته کړه، چې د دغو اصلاح شویو تخمونو د وېش موخه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو لوړول او د بزګرانو ملاتړ دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت