د ننګرهارکانال شرکت د درېيم فارم د سړک د جغل اچونې چارې پېل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۱:۲۴
د ننګرهارکانال شرکت د درېيم فارم د سړک د جغل اچونې چارې پېل شوې

۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند ددرېیم فارم د درې نیم کیلومترو په اوږدوالی د سړک د جغل اچونې چارې پیل شوي دي.
دغه سړک د درېيم فارم ۴ بلاک (۶۶،۶۵،۶۴) نمره ځمکې ترمنځ غځېدلي دی.
د چارواکو په خبره دغه سړک د دوو کرنیزو شرکتونو له لورې په کابو دوه میلیونه افغانیو لګښت جوړېږي، چې د یاد فارم ټول بلاکونه د عمومي سړک سره نښلوي او په جوړېدو سره به ترانسپورتي ستونزې هواري شي او په اسانۍ سره به پرې تګ راتګ ترسره شي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې یاد سړک د تېرو کلونو انقلابي او ناسازه شرایطو، نه پاملرنې او ورښتونو له امله ویجاړ شوی و او د کانال کارګرو او کرنيزو شرکتونو ته یې د تګ او راتګ پرمهال ستونزې جوړې کړې وې ، چې اوس يې د بيارغونې، جغل اچونې او هموارکارۍ چارې پيل شوې .
 د کار په بشپړیدو سره به پر یاد سړک دخلکو دتګ راتګ ستونزه حل شي او ترڅنګ یې د کانال شرکت شته ځمکې به ورسره خپل ارزښت لا لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت