د میدان وردګو سیداباد کې کروندګرو ته د غنمو د کرلو روزنه ورکړل شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۹
د میدان وردګو سیداباد کې کروندګرو ته د غنمو د کرلو روزنه ورکړل شوه 

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په حیدرخیلو کلي کې کروندګرو ته د غنمو د کرلو په اړه روزنیزه غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د کرنیزو خدمتونو د مسوولینو له لوري ترسره شوه، چې په ترڅ کې کروندګرو ته د غنمو او نورو کرنیزو تخمونو د کرلو اړوند مهم معلومات ورکړل شول.
په دې روزنه کې کروندګرو ته د ظرفیت لوړولو، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د انتقال، د بزګرانو ترمنځ د اړیکو ټینګولو، د عصري کرنې د پراختیا، د نمایشي قطعو د رامنځته کولو، د هرزه بوټو د کنټرول، د کیمیاوي او عضوي سرو د کارونې، د تخم د ژوروالۍ د اندازې، د کرنیزو تخمونو د کرلو د مناسب وخت، د ناروغیو او آفتونو د مخنیوي، د ځمکې د چمتووالي، او د اوبو د تنظیم په برخو کې هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
کروندګرو د دې روزنیزې غونډې هرکلی وکړ او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه، چې دوی ته دې ورته روزنیزې برنامې دوام ومومي، څو دوی وکولی شي له خپلو کرنیزو ځمکو څخه اعظمي ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۱۵
Background image

لوګر کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
دلوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت مرکز پُل علم اړوند کوډلي سمه کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې مناسبت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

ننګرهار کې د کچالو د صفر انرژۍ زېرمه تونونو رغنیزې چارې پیل شوې

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د سړوخونو او صفر انرژۍ زېرمتونونو د جوړولو په لړ کې داځل د ملګرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۲۰
Background image

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه کندزولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د ارزونې په موخه کندز ولایت ته سفر وکړ.
دغه سفر د. . .

بازگشت