د فراه بالابلوک کې د اوبولګولو چکډم جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۰:۱۶
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالی بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د اوبولګولو د یو چکډم د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالی بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د اوبولګولو د یو چکډم د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دفراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد چکډم د بالابلوک ولسوالی د سیاه ځنګل په کلي کې جوړېږي، چې ۷۰ متره اوږدوالی، ۴ متره سور او د لسګونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. 
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول شي او د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغیز ولري، ددې ترڅنګ د کاریزونو او څاګانو په اوبو به هم اغېز کوي د کوچیانو مالونو ته هم اوبه چمتو کوي او د خاورې د تخریب مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت