د عشر او زکات ټولولو لوی رییس د بادغیس ولایت د ټولو ولسوالیو له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۹:۲۸
د عشر او زکات ټولولو لوی رییس د بادغیس ولایت د ټولو ولسوالیو له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام د عشر او زکات راټولولو په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ د ترلاسه کولو په موخه بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د ټولو ولسوالیو له چارواکو او مدیرانو سره په کتنه کې د عشر او زکات ټولولو په پرخه کې د ستونزو او ننګونو پر هوارولو خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام د یادو ولسوالیو له چارواکو څخه وغښتل، چې د عشر او زکات د راټولولو په برخه کې دې د دې ریاست له سیمه ییزو کارکوونکو سره مرستې او همکاري وکړي.
په همدې حال کې، یادو چارواکو دکرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام ته په یاده برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کرنې وزارت د عشر او زکات ټولولو لوی رييس د کرنې وزير مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د دغه رياست د کارکوونکو د يوه پلاوي په مشرۍ بادغیس ولايت ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت