د صادراتو ملي ورځې په نمانځغونډه کې د کرنې وزیر ګډون

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۹:۴۰
د صادراتو ملي ورځې په نمانځغونډه کې د کرنې وزیر ګډون

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د صادراتو د ملي ورځې په نمانځغونډه کې، چې د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړو او پانګوالو په حضور کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
دغه پروګرام، چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا په لاره اچول شوې وه، په کې ویناوالو د صادراتو پر اهمیت او د هغې د پرمختګ، د صادراتي توکو د معیاري کولو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې د ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د هېواد د صادراتو پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.
په دغو مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي په پار د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د هڅو په اړه خبرې وکړې او د هېواد د صادراتي محصولاتو په معیاري کولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي همدا راز له پانګوالو وغوښتل، چې د هېواد کرنیز او مالدارۍ محصولات د نړۍوالو منل شویو معیارونو سره سم صادر کړي، ترڅو د هېواد کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته تقاضا زیاته او د هېواد اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
دغه راز په دې پروګرام کې د هېواد د کورنیو تولیداتو یو شمېر مخکښو صادروونکو ته د هېواد د کورنیو تولیداتو د صادراتو په برخه کې د هغوی د ونډې له امله ستاینلیکونه ورکړل شول.
د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات د کانونو ترڅنګ د هېواد ستر صادراتي توکي دي او د کرنې وزارت رهبري ژمنه ده، چې د خصوصي سکتور ترڅنګ د هېواد د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ته د صادراتو زمینه برابره کړي.

اشتراک وزیر زراعت در همایش تجلیل از روز ملی صادرات
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در همایش تجلیل از روز ملی  صادرات که با حضور ملا عبدالغنی برادر معاون اقتصادی رییس الوزرا، اعضای کابینه امارت اسلامی افغانستان و سرمایه گذاران برگزار شده بود اشتراک کرد.
این برنامه که از سوی وزارت تجارت و صنعت راه اندازی شده بود در آن سخنرانان پیرامون اهمیت صادرات و پیشرفت‌های آن، معیاری سازی اقلام صادراتی، چالش‌ها و فرصت‌ها در عرصه صادرات محصولات زراعتی به ایراد سخن پرداخته و تاکید بر افزایش دهی  صادرات  کشور کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این برنامه در مورد تلاش‌های رهبری امارت اسلامی افغانستان جهت بهبود وضعیت اقتصادی کشور سخن زده و  بر معیاری سازی محصولات صادراتی کشور تاکید کرد.
وی همچنان از سرمایه گذاران خواست که محصولات زراعتی و مالداری کشور را مطابق به معیاری‌های پذیرفته شده جهانی صادر نمایند تا میزان تقضا به محصولات زراعتی و مالداری کشور افزایش یابد و  اقتصاد کشور بهتر شود.
در این برنامه همچنان به شماری از صادرکننده گان برتر  محصولات داخلی کشور به پاس سهم گیری در صادرات محصولات داخلی کشور تقدیر نامه اهدا شد.
تولیدات زراعتی و مالداری افغانستان در کنار معادن بیشترین اقلام صادراتی کشور را تشکیل می‌دهد و رهبری وزارت زراعت متعهد است که در کنار سکتور خصوصی زمینه صادرات محصولات زراعتی و مالداری کشور را فراهم نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت