د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له رییس سره د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۱۷
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له رییس سره د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوی صدراعظم عثماني، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د پروګرامونو رییس مارټین ډي بویر او د یادې کمېټې د اقتصادي خوندیتوب مشرې مېرمن یورسلا کیالي او ورسره مل پلاوی سره د کرنې په وزارت کې وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې لومړی د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د پروګرامونو مشر ښاغلی مارتين ډي بوير د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د دغې کمېټې د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او دغه راز د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، د اقلیم بدلون، له کروندګرو او مالدارانو سره د مرستو په برخو کې د یادې کمېټې د راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د کرنې او مالدارۍ له مرستیال څخه یې د دغه کمېټې د پروګرامونو په تطبیق کې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي بویر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې یاده کمېټه د افغانستان په یوشمېر ولایتونو لکه کندهار، هرات، کاپیسا، ننګرهار، بلخ، بغلان او کندز کې له کروندګرو، مالدارانو او اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه ګڼې پروژې پلې کړي دي او دا پروګرامونه به په راتلونکو کلونو کې هم دوام وکړي او د کرنې وزارت څخه یې وغوښتل، چې د دې خیریه بنسټ د فعالیتونو په پلي کولو کې مرسته وکړي او د دواړو ادارو په همغږۍ دې چارې پلي شي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له خیریه بنسټونو، انجوګانو او مؤسسو سره د همکارۍ او ملاتړ په اړه د امارت د ژمنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:«د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره له ټولو هغو بنسټونو سره همکاري کوي، چې د افغانستان د خلکو لپاره کار کوي، باید ټول بنسټونه او مؤسسې، چې په دې هېواد کې کار کوي د خپلو چارو او فعالیتونو په پلي کولو کې له امارتي ادارو سره په همغږۍ خپلې چارې پر مخ یوسي.د ټولو ولایتونو د کرنې ریاستونو ته زموږ سپارښتنه داده هر هغه بنسټ، چې د دوی پروژې اغېزمنتیا او روڼتیا ولری ورته د فعالیت اجازه ورکړل شي او له دوی سره هر اړخیزې همکارۍ ووشي.»
ښاغلي عثماني د سره صليب د نړۍوالې کمېټې له مسوولينو وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو د اړتياوو له مخې خپلې پروژې تطبيق او زياتې کړي، څو خلک له بېوزلۍ څخه خلاص شي: «له تاسو غوښتنه کوو، چې د تېر په څېر زموږ له خلکو سره مرستې او همکارۍ وکړئ، د کروندګرو او مالدارانو د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې خپلې پروژې تطبیق کړئ او دغه راز بنسټیز کارونه د خلکو د اړتیاوو په کمولو کې ګټور تمامیدای شي.»
په دې غونډه کې د اوبولګولو د کانالونو د جوړولو او بیارغونې، د اوبو د زېرمو جوړولو، استنادي دېوالونو جوړولو، د پیسو په بدل کې د بشري مرستو، د اوبو د ویالو پاکولو او د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو د کچې ټیټولو په اړه هم خبرې وشوې.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با رئیس کمیته بین‌المللی صلیب سرخ
مولوی صدراعظم‌ عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مارتین دی بویر رئیس برنامه‌ها و خانم یورسلا کیالی رئیس مصونیت اقتصادی کمیته بین‌المللی صلیب سرخ و هیئت همراه‌ شان در وزارت زراعت ملاقات نمود.
در این دیدار نخست مارتین دی ‌بویر رئیس برنامه‌های کمیته بین‌المللی صلیب سرخ پیرامون فعالیت‌های این نهاد در ولایت‌های مختلف افغانستان صحبت نموده و نیز از پلان‌های آینده در بخش زراعت، مالداری، آبیاری، تغییرات اقلیمی، کمک به دهقانان و مالداری سخن گفت و از معین زراعت و مالداری وزارت زراعت خواست که در قسمت تطبیق برنامه‌های این نهاد حمایت و همکاری نمایند.
آقای بویر در بخشی از صحبت‌هایش گفت که این نهاد در چندین ولایت افغانستان چون کندهار، هرات، کاپیسا، ننگرهار، بلخ، بغلان و کندز پروژه‌های زیادی را در راستای  کمک به مالداران، دهقانان و مردم نیازمند تطبیق نموده‌اند و این برنامه‌ها در سال‌های آینده نیز ادامه خواهد داشت و از وزارت زراعت خواست در تطبیق فعالیت‌ها این نهاد خیریه را کمک نمایند و کارها در هماهنگ هر دو اداره عملی گردد.
درهمین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به ایراد سخن پرداخت از تعهد امارت در راستای همکاری و حمایت از انجوها، موسسات و نهادهای خیریه و مدد رسان سخن زده افزود:«امارت اسلامی افغانستان  با تمام توان با موسسات، همکار می‌باشد  که برای مردم افغانستان کار می‌نمایند، نیاز است که موسسات نیز در تطبیق فعالیت‌های شان با ادارات امارتی کارهای‌شان را پیش ببرند، هدایت ما برای ادارات زراعت در تمام ولایات همین است هر نهاد ای‌که در پروژه‌هایش موثریت و شفافیت باشد اجازه فعالیت داده شده و همکاری همه جانبه نمایند".
آقای عثمانی از مسوولان کمیته بین المللی صلیب سرخ خواست که تلاش  نمایند پروژه‌های شان را با توجه به نیازمندی مردم افغانستان تطبیق نموده و نیز افزایش دهند تا مردم از محتاجی خلاص شوند"از شما می‌خواهیم چون در گذشته مردم ما را کمک نموده‌اید پروژه‌های خویش را با توجه به نیازمندی و اولویت دهقانان و مالداران تطبیق نمائید و نیز کارهای بنیادی می‌تواند برای کاهش ضروریات مردم مفید باشد".
در این نشست در مورد اعمار و ترمیم کانال‌های آبیاری، ذخیره‌های آب، دیوارهای استنادی، کمک‌های بشر در بدل مزد، پاک‌ کاری جوی‌های آب و کاهش تغییرات اقلیمی نیز صحبت گردید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۷
Background image

د خوست دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د علېشیرو او تریزیو او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار ته د عشر او زکات لوی رییس سفر او د عشر او زکات اړوند مهمې ناستې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي. . .

بازگشت