د افغانستان د چرګانو روزنې سراسري ټولنه دکرنې وزير ته خپل وړانديزونه وړاندې کړه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
د افغانستان د چرګانو روزنې سراسري ټولنه دکرنې وزير ته خپل وړانديزونه وړاندې کړه

۱۹سلواغه ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې، دافغانستان د چرګانو روزنې ملي ټولنې له مشرتابه او يوشمېر غړو سره وکتل. په دې ليدنه کې دچرګانو روزنې د برخې پر پرمختيا او د چرګانو روزنې په برخه کې د کاروبار پر ودې خبرې وشوې.
په پيل کې، دافغانستان د چرگانو روزنې د سراسري ټولنې مشرتابه او غړي د چرګانوروزنې دسکټور ودې او د چرګانو روزونکو د ملاتړ په پار قدرداني وکړه او وروسته ددې سکټور  د ودې او ځان بسياينې په پار د پاملرنې د زياتوالي غوښتونکي شول.
 د افغانسنان دچرګانوروزنې د سراسري ټولنې رييس انصارالله بختانی وويل، چې د هېواد ۸۰ سلنه د چرګانو غوښه اوس د کورنيو توليداتو له لارې او د غوښينو چرګانو فارمونو څخه تامينېږي.
ښاغلی بختاني وويل، چې بايد د چرګانوروزنې سکټور څخه ملاتړ ډېر او په دې برخه کې واردات محدود او تر شرطونو لاندې جوړ شي.
ښاغلی بختاني وويل، اړينه خبره داده چې د کرنې وزارت په ملاتړ د هګيو د توليد په برخه کې وړتياوې زيات شي د چرګوړو پر وارداتو تعرفې لوړې شي تر څو د توليد کورني سيالۍ رامنځته شي. هغه دغه راز وړانديز وکړ چې دکرنې وزارت او ټولنې تر منځ يو تخنيکي بورډ جوړ او دواړو خواوو تر منځ همغږۍ زيات شي.
د افغانستان د چرکانو روزنې ټولنه وړانديز وکړه، چې په ټوله کې د چرګانو محصولاتو واردات بايد د شرايطو او اړتياوو پر اساس وي. دغه راز د افغانستان د چرګانو روزنې د سراسري ټولنې رييس وويل، اړينه ده چې د چرګانو دمحصولاتو پر وارداتو تعرفې بايد لوړې شي او د يادو محصولاتو د قاچاق مخه دې ونيول شي.
وروسته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي د افغانستان دچرګانو روزنې سراسري ټولنې له خوا پر طرحه شويو مسايلو خبرې وکړې او وويل، چې لومړی د چرګانوروزونکو باید د يوې سروې له لارې د توليد رښتني وړتيا وښيي او دغه راز ددې برخې نيمګړتياوې دې، مشخص شي او د واقعيتونو پر اساس د چرګانو روزنې د ځان بسياينې په برخه کې په معقول ډول کار وکړو ترڅو ځان بسياينې ته نږدې شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت