بلخ کې د یوریا سپرې کمپاین پيل شو؛ بڼونه د افتونو پر وړاندې وقایه کېږي
د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالی کې د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت د عملیاتي پلان له مخې د یوریا سپرې کمپاین پيل شو، چې موخه یې د بڼونو د ناروغیو او آفتونو د خپرېدو کچه راټیټول او بڼوالو ته عملي او نظري روزنه ورکول دي.
د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د بوټوساتنې او قرنطین عمومي مدیریت په نوښت د یوریا سپرې کمپاین د مسلکي کارکوونکو، د بوټوساتنې او قرنطین عمومي مدیر، د تحقیقاتو مدیر، د امراضو او آفاتو د مدیریت مسؤلینو او د ولسوالی د حافظې مدیرانو په بشپړه همغږۍ او همکارۍ سره تطبیق شو.
یاد وقایوي کمپاین هر کال د بوټو ساتنې له لوري د دې لپاره ترسره کېږي، چې د بڼونو د حاصلاتو د کمېدو سبب کېدونکو آفتونو او ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي. همدارنګه، بڼوالو ته د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي لارې چارې په عملي او نظري ډول ورښودل کېږي.
د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغو پروګرامونو په تطبیق سره نه یوازې ناروغۍ او آفتونه کنټرولېږي، بلکې بڼوال به د پخوا په پرتله ښه، زیات او باکیفیته حاصل هم ترلاسه کړي.
