افغانستان ته د ازبېکستان د کرنې د مرستیال وزیر سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۰
سفر معین زراعت اوزبیکستان به افغانستان

۲۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر، ابدذکروف جمشید، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه افغانستان ته په رسمي سفر راغی. 
د دې سفر اساسي موخه د بڼوالۍ د پروژو ارزونه او تطبیق، د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا او د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له چارواکو او متخصصینو سره لیدنې کتنې ښودل شوې دي.
د ازبېکستان دکرنې مرستیال وزیر افغانستان ته تر رسېدو وروسته، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل له لوري تود هرکلی وشو.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا هڅې ورځ تر بلې زیاتېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

افغانستان ته د ازبېکستان د کرنې د مرستیال وزیر سفر

۲۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر، ابدذکروف جمشید، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۳
Background image

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د روسیې د ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون له ویسوټسک سوداګریز بندر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۱
Background image

خوست کې د تېلي بوټو کرکیلې په‌پار د ځمکې سروې ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېلي بوټو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د. . .

بازگشت