هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۱:۴۲
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

۲زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوی نوبتي غونډه ترسره شوه، چي پکې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي  تر څنګ د یاد پلاوی نورو غړو هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د غونډې ګډوانوالو د ٢ املاکي دوسیو ترتیب شوي راپورونه تحلیل او مطالعه کړل، چې له دې ډلې دواړه راپورونه تر لازمو اصلاحاتو وروسته تائید او لاسلیک شول.
ورپسې د لښکرګاه ښار اړوند ولي کرم (پی آر ټي) سیمه کې د ٤٠ جریبه، مرکز لښکرګاه کې د سمیټې سیمې، ګرمسیر ولسوالی کې د کرنې لیسې اړوند ٤٠ جریبه غصب شوې ځمکې، ګرشک ولسوالی کې د ګاز او نفتو ادارې اړوند غصب شوې ځمکې، د کوفکې سیمه کې د غصب شوې ځمکې، سنګین ولسوالئ د عیدګاه اړوند ځمکې موضوعات په هر اړخیزه توګه وڅېړل شول او په اړه یې لازم اجرائت ترسره شول.
همدارنګه د تخنیکي پلاوی څو تنه غړي د بولان پله ته څېرمه د امارتي ځمکې د غصب او هلته د نوو ابادیو مخنیوی په موخه سیمې ته پلاوی ولیږل شو.
وروسته د هلمند ولایت د بېلابېلو ادارو له لوري تخنیکي پلاوی ته پر راجع شویو املاکي عرایضو بحث او خبري وشوې، د یادو موضوعاتو د څېړنو او ارزونو په برخه کي هم لازم اجرائت ترسره شول .
وروستیو کي تخنیکي پلاوی د څو تنو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې هغوی ته یې د اصولو له مخي د قانوني کړنو ډاډ ورکړ.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

۱۳ سبزخانه در سیدآباد میدان وردک به بهره‌برداری سپرده شد

۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
۱۳ سبزخانه در مناطق مختلف ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و حمایت مالی موسسه ان‌سی‌اې، در حضور یک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

بازگشت به خبرها