پکتیا کې د ځنګلونو د موجودی په هکله ورکشاپ پیل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۲:۱۳
پکتیا کې د ځنګلونو د موجودی په هکله ورکشاپ پیل شو


۲۳ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې(FAO-GEF) له لورې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، چاپېریال ساتنې او د کوچیانو چارو د سمون آمریت او د احمدابا او سیدکرم ولسوالیو د ترویج مدیرانو په ګدون ۲۵ تنو کارکوونکو ته د ځنګلونو د موجودی(Forest Inventory) په هکله دوه ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رییس او د طبیعي سرچینو آمر مولوي احسان الله احسان د ورکشاپ ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې ځنګلونه زموږ ملي شتمنۍ دي، د هغوی پالنه، ساتنه او پراختیا زموږ مئسولیت دی، په یاده برخه کې د زده کړو ترلاسه کول زموږ سره د طبیعي سرچینو په موثر مدیریت کې مرسته کوي.
 همداراز ښاغلی احسان  زیاته کړه، چې پکتیا ولایت د ځنګلونو له مخې بډایه ولایت دی، چې په یاده برخه کې د همدا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړولو ته اړتیا لیدل کېږي، ښاغلي احسان له ګډونوالو وغوښتل، چې د یاد ورکشاپ ټولو موضوعات په ښه ډول تعقیب او له ترلاسه شويو تجربو څخه په سیمه کې ګټه پورته او له ځنګل مېشتو سره يې هم شریکې کړي، تر څو د ځنګلونو په مدیریت کې ښه والی رامنځته شي.
 د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې ولایتې مسوول ښاغلي محمد ابراهیم قادري وویل، چې د یاد ورکشاپ موخې د ځنګلونو وده، ذخیرې تخمینول، د ځنګلونو د سیمو اندازه، شکل او د ځنګلونو د تلپاتې عملیاتي پلان چمتو کول دي، چې د ځنګلونو د ټولنیز مدیریت او د ځنګلونو د دقیق مقدار او حالت معلومولو لپاره مهم وباله.
د یادولو وړ ده، چې په یاد ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د ځنګلونو د موجودی  په برخه کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۷
Background image

توزیع مواد خوراکی حیوانی برای مالداران در ولسوالی‌های قوش‌تپه و درزاب جوزجان

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به منظور رسیدگی به مشکلات مالداران، با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ مواد خوراکی حیوانی را برای 600 تن از خانواده‌های مالدار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی در وزارت زراعت برگزار شد

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی عبدالقدیر احمد معین مالی و اداری وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

آموزش طریقه درست نهال‌شانی برای باغداران ولایت نیمروز 

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان بخش امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز از باغات قریه‌های ملا عبدالصمد و ده خواجه بازدید کرده و برای باغداران در مورد طریقه درست نهال‌شانی. . .

بازگشت به خبرها