د ننګرهار د کانال ریاست: د اوبولګولو د دوو سترو واټرپمپونو د بیارغونې چارې پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۱:۴۲
د ننګرهار د کانال ریاست: د اوبولګولو د دوو سترو واټرپمپونو د بیارغونې چارې پیل شوې


۲۲ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست اړوند د اوبولګولو د دوو سترو واټر پمپونوچې پرې ۲۰ زره جریبه ځمکه خړوبېږي د ترمیم چارې پیل شوي دي.
د کانال ریاست د اوبولګولو و تخنیکي څارنې آمر انجنیر ګل احمد وویل: «د هډې فارم په ځمکه د کانال ادارې له جوړېدو سره سم ( شپږ لسیزې وړاندې ) دوه ستر د اوبو واټرپمپونه ( لومړې او دویمپمپ سټیشنونه) جوړ شوي وو، چې له برکته يې ۲۰زره جریبه ځمکه د هډې فارم او څلورکلیو  (غوچک، ګنده چشمو، مقام خان او هډې اخندازده )  ځمکو  د خړوبېدو په منظورجوړ شوي دي».
د ګل احمد په خبره اوسمهال د اوبولګولو او تخنیکي څارنې امریت تخنیکي ټیم او د ددغې پروژې د برښنا تخنیک ټیم تر نظارت او لارښوونې لاندې د ترمیم چارې ورانې دي.
بايد وويل شي، چې ددغو واټرپمپونو په ترمیم سره به شته ځمکې په وخت خړوبې او په زياته اندازه عوايد به ترې د کانال ادارې ترلاسه کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۷
Background image

توزیع مواد خوراکی حیوانی برای مالداران در ولسوالی‌های قوش‌تپه و درزاب جوزجان

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به منظور رسیدگی به مشکلات مالداران، با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ مواد خوراکی حیوانی را برای 600 تن از خانواده‌های مالدار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی در وزارت زراعت برگزار شد

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی عبدالقدیر احمد معین مالی و اداری وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

آموزش طریقه درست نهال‌شانی برای باغداران ولایت نیمروز 

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان بخش امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز از باغات قریه‌های ملا عبدالصمد و ده خواجه بازدید کرده و برای باغداران در مورد طریقه درست نهال‌شانی. . .

بازگشت به خبرها