هلمند کې د سویابینو کرکېله

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۴ - ۱۲:۲۷
هلمند کې د سویابینو کرکېله


۴ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې «NEI» په مالي همکارۍ ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په کډون په یوشمېر ولسوالیو کې پر ۳۰۰ بزګرانو  سویابینو اصلاح شوي تخمونه، تور او سپینه سره وېشل شوي دي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې د هلمند په ولایت کې د سویابینو د رواجولو او پراختیا په پار بزګرانو ته د زده کړو ترڅنګ د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکول شوي، چې د اړتیا وړ تخممونه او کیمیاوي سرې د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې «NEI» له خوا چمتو شوي دي او ددې ولایت ۳۰۰ مخکښو کرونده ګرو ته وېشل شوي دي .
د هلمند دکرنې ریاست ددې زمینه هم برابره کړې ده، ترڅو د یادې ځمکې څخه د سویابینو راټول شوي محصولات به بېرته د همدې موسسې له لارې له بزګرو څخه وپېرل شي.
څېړنو ښودلې چې هلمند ولایت کې دسویابینو کښت ښه حاصل ورکوي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې هلمند کې سویابین ترویج کړي او په راتلونکو کلونو کې دالړۍ نوره هم وغځوي او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
د سویابینو کرکېله په ۲۰۰۳ ام کال کې دود شوې ده، چې اوس په یو مهم کرنیز توکي بدل شوې او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سویابینو د ترویج او پراختیا په پار په مرکز او ولایتونو کې بزګرانو ته د سویابینو ننداریزې کروندې جوړ کړي دي او پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او اړونده توکي وېشلي دي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۷
Background image

توزیع مواد خوراکی حیوانی برای مالداران در ولسوالی‌های قوش‌تپه و درزاب جوزجان

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به منظور رسیدگی به مشکلات مالداران، با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ مواد خوراکی حیوانی را برای 600 تن از خانواده‌های مالدار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی در وزارت زراعت برگزار شد

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی عبدالقدیر احمد معین مالی و اداری وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

آموزش طریقه درست نهال‌شانی برای باغداران ولایت نیمروز 

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان بخش امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز از باغات قریه‌های ملا عبدالصمد و ده خواجه بازدید کرده و برای باغداران در مورد طریقه درست نهال‌شانی. . .

بازگشت به خبرها