میدان وردګو ولایت کې پر یوشمېر بزګرانو د سبوتخمونه او کرنیزې توکي ووېشل شول

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۶ - ۱۸:۴۰
میدان وردګو ولایت کې پر یوشمېر بزګرانو د سبوتخمونه او کرنیزې توکي ووېشل شول


۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۸ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د سیدآباد ولسوالی د اوو حوزو (۴۰) کلیو بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار یوه ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه، چې په ترڅ کې یې په یادو بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه او کرنیزې توکي هم وېشل شوي دي.
یاد پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دائره شوې وه.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست وایي، چې دسید آباد ولسوالی د اوو حوزو (۴۰) کلیو بزګرانو ته د روزنیز پروګرام په ترڅ کې د اته ډوله سبوتخمونه چې په کې د «پیاز، ګشنیز، رومي بانجان، توربانجان، بېندۍ، کدوچه، سره ملۍ او کرم» شامل دي او دغه راز د کرکېلي اړونده توکي لکه «بېلچې، چپه بېل او کشک» وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د سبو د کرکېلي پراختیا ده.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۷
Background image

توزیع مواد خوراکی حیوانی برای مالداران در ولسوالی‌های قوش‌تپه و درزاب جوزجان

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به منظور رسیدگی به مشکلات مالداران، با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ مواد خوراکی حیوانی را برای 600 تن از خانواده‌های مالدار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی در وزارت زراعت برگزار شد

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی عبدالقدیر احمد معین مالی و اداری وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

آموزش طریقه درست نهال‌شانی برای باغداران ولایت نیمروز 

۱۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان بخش امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز از باغات قریه‌های ملا عبدالصمد و ده خواجه بازدید کرده و برای باغداران در مورد طریقه درست نهال‌شانی. . .

بازگشت به خبرها