د زردالو راټولولو فصل پیل شوی

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۶:۲۰
د زردالو راټولولو فصل پیل شوی

ژباړه: عبدالواسع خانزاده / لیکوال محمد تمیم صدیقی
د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د زردالو راټولولو فصل پیل شوی دی، خو تر دې دمه یې د راټول شوې دقیق شمېر معلوم نه دی. خو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو په اساس، تېرکال د هېواد په کچه نږدې ۱۲۳ زره ټنه زردالو تولید شوې او د احصایې د مالوماتو پر بنسټ، د زردالو د بڼوڼو کچه په ټول هېواد کې ۱۷زره او ۴۸۱ هکتارو ته رسېږي.
زردالو په ۳۳ ولایتونو کې ښه حاصل او مناسبه وده لري. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د احصایې او معلوماتو ریاست په درجه بندی کې غزني د ۱۳زره ټنه په تولید سره د هېواد په کچه د زردالو لوی تولیدوونکی ولایت ګڼل کېږي. بدخشان د ۱۰ زره، کندهار د ۹ زره او ۸۲۴ ټنه، میدان وردګ د ۹ زره او ۷۶۰ ټنه او بامیان د ۹زره او ۶۴۰ ټنه زردالو په تولید سره له دویم مقام څخه نیولې تر پنځم مقام پورې ځای لري او د زردالوو لوی تولید کوونکې ولایتونه ګڼل کېږي.
 مناسب اقلیم، په وخت سره د بارانونو اورښت، او له بڼوالو څخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ملاتړ په یادو ولایتونو کې د زردالو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل ګڼل کېږي.
 هلمند، پروان، ارزگان، بلخ، هرات، فاریاب، بغلان، زابل، دایکندي او غورهغه ولایتونه دي، چې د زردالوو د ونو لپاره مناسب بسترلري.
د زردالو د ونې علمي نوم Prunes Armeniaca Rosacea، دی او د مېوه لرونکو ونو له ډلې څخه دی. دا ونې د هغه ونو له ډلې دي، چې په منې کې یې پاڼې توییږي. پاڼې یې کلپ غوندې بڼه او تیزنوک لري او زیړ رنګ ته مایل شین تیزرنګ لري. او څانګې یې د نورو دانه لرونکو په پرتله کوچني دي. په اخیرکې یې بڼې په سره رنګ معلومېږي، کوم چې ددې ونې پېژندلو لپاره ښه ځانګړنه ده. د ګلونو پلنوالی، یویو ګل، اوږده لکۍ او سور رنګ ته ورته سپین رنګ لري. دا ونه نارېنه او ښځینه ګلونه لري. دا زیړرنګه او غوښینه مېوه، د خوندور او خوږ خوند سره د دوبې په نیمایې کې فصل ته رسېږي او په دې دلیل هغه ته د دوبې طلا هم ویل کېږي.
د یادونې وړده، چې د زردآلو د ونې  قوي میوې ډېری په  یوکلنۍ ونو کې لیدل کېږي. هسته یې بیضوي بڼه او قهوه یې رنګ لري. د هستې په داخل کې مغز لري، چې ځينې خوږ او تریخ خوند لري. دا مغز ۴۰٪ غوړې، یومقدار پروتین، قند، ویټامین A، C او کوبالت لري. زردالو بېلابېل ډولونه لري، چې د امیري زردالو، قیفي زردالو، درشتي زردالو، نخجوان او شکرپارې په نومونو پېژندل کېږي.
دا ارزښت لرونکې مېوه پریمانه Aاو C ویټامینونه او اوسپنه لري. په زردالوو کې موجود مغزي توکې د سترګو او زړه ساتنه کوي او فیبرناروغیو په وړاندې مبارزه کوي. زردالو د پيټاكاروټين بډایه سرچېنه ده او مخکې له مخکې ویټامین A جوړوي. هغه زردالو چې تیره نارنجې رنګ لري، هغه ډېر پيټاكاروټين لري. د بتاکاروتن غذایې مواد د زړه ناروغیو د خطرکمولو، د ماغې سکتې او د سرطانې ناروغیو د مخنوي لامل کېږي.
د زردالو ګټې:
 دا میوه وینه پاکوي، رګونه خلاصوي، او د نرمښت ځانګړنې لري. په دې سربېره د خولې بدبوی ورکوي او تبه له مځه وړي. د کوبالت په درلودلو سره، د کم خونې لپاره ګټه لري. دمفصلونو التهاب له منځه وړي، د هډکو د نرمښت د مخنوي ځانګړنې لري او د بدن د القلي uکولو ګټه لري.
زردالو د اسيد سالسيليک په درلودلو سره د مفصلونو د درد او رماتیسم لپاره ګټور دي. دغه خونکه مېوه اشتها راوړې او تنده ماتوي. همدارنګه د قبضیت او بواسیرو لپاره ګټوره تمامېږي. د زردالو د پاڼو مصرفول د غذا هضم کولو لامل کېږي. د قبضیت او بډوډو د وچوالي مخه نیسي. د پاڼې د مصرف لپاره، لومړۍ پاڼه په اوبه ومینځئ، وروسته یې په اوبو کې لنده کړئ او د یوې شپې لپاره یې پکې پرېږدئ. وروسته یوه تروه لیمو پکې واچوئ او سهار هغه لنده شوې پاڼه له اوبو سره وڅښئ.
د ساتنې شرایط:
خاوره: د زردآلو د دانو کښت لپاره، باید هغه خاوره وکارول شي، چې لوړه زه کشي او ښه القلی ولري. په دې سربېرع، خاوره یې باید د لندوالي د ساتنې وړتیا ولري. د زردالو د کښت لپاره ډېره ښه او مناسبه وی، لومه خاوره، شګه او د خاورې په سره خاوره باید له خاورې سره ګډه شي. کله چې په لویه ونه بدله شي، باید ځمکه ژوره شي او هلته کېنول شي.
اوبه کول:
 کله چې نهال د ګلدان په داخل کې وي، باید هغه وخت د هغه د اوبوکولو لپاره اقدام وکړي، چې خاوره یې په پوره ډول وچه شوې وي. څرنګه چې د زردالو د ونې ریښې د اوبو ډېریدو لپاره حساسې دي، نو ډیرې اوبه یې د ریښو د خرابېدو لامل کېږي.
 نور(وړانګه):
ددې لپاره، چې د زردالو ونه ښه وده وکړي، باید په لازم وخت سره وړانګې ترلاسه کړي. زردالو باید په نېغه د ورځې اته ساعته وړانګې ترلاسه کړي. که یې نیالګی د کور په داخل کې ساتئ، هغه د کوټې په هغه ځای کې کېږدئ، چې هلته وړانګه وي، په کافې ډول د نور نه رسېدنه د ونې بڼه بدلوي.
تودوخه:
تودوخه کولای شي، چې د زردالو د ونې بڼه بدله کړي. ګرم دوبی او یخ ژمی د زردالو د ونې لپاره ښه پایله ورکوي او ستونزې یې له منځه وړي. په هرصورت، د تودوخې ډېر بدلون کولی شي ونې ته زیان ورسوي. د زردآلو ونه د لوړ حرارت خاورو لپاره ډېر زغم لري.
ناروغۍ:
 د زردالو د ونې اصلي ناروغۍ کنه تارعنکبوتی، شته، شپشک، سوسوی چوب‌خوار او د مېوو خوړونکې مچۍ دي، چې تاسو باید د مناسب زهرونو په کارولو سره دا له منځه یوسئ.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

فعالیت بیش از ۱۶۰ فارم زنبورپروری در هلمند؛ تولید ۳۵ تن عسل در سال جاری

۴ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مسوولان و زنبورداران هلمند می‌گویند که بیش از ۱۶۰ فارم زنبورپروری در این ولایت فعالیت می‌کند و تولید عسل در سال جاری به ۳۵ تن رسیده است. اقلیم مساعد، زمین‌های فراخ و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۸
Background image

آغاز کارهای ساختمانی سه چک‌دم جدید در کندهار

۴ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری سازمان ملل متحد برای غذا و زراعت، کارهای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۷
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی برای بیش از دو هزار تن دهاقین در پنج ولسوالی کندهار

۴ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار اعلام کرد که با تلاش این ریاست و به حمایت مالی اتحادیه اروپا، به همکاری تخنیکی مؤسسه مهاجرین کندهار. . .

بازگشت به خبرها