کندهار کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز پرانیستل شوه

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۵:۲۷
کندهار کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز پرانیستل شوه

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د سوداګرۍ او صنعت او د مالیې وزارتونه او دغه راز د صادراتو په چارو کې د ولسمشر د سلاکارۍ دفتر، په ګډه د جمهوري ریاست د حُکم پر اساس، د لومړي ځل لپاره د کندهار په ولایت کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز پرانیستل.
یاد مرکز د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۰مه، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار جلال الدین سعید، د مالیې وزارت مرستیال عالم شاه‌ ابراهیمي او د کندهار والي روح‌الله خانزاده له خوا رسماً پرانیستل شوه.
حشمت الله غفوري وایي، چې یاد مرکز د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو په پار جوړه شوې ده. د ښاغلي غفوري په خبره، د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی اقلام کرنیز محصولات دي، او په کندهار کې د یاد مرکز جوړېدل کولی شي، چې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د لړۍ په ښه والي کې ډېرې مرستې وکړي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل: «سوداګرو او صادروونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په پار اړتیا دا وه، چې ټول هغه شعبات، چې صادراتي اسناد یې طی مراحل کول، تر یوه چتر لاندې راشي. اوس دا شعبات د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې تر یوه چتر لاندې راغلي دي.»
حشمت الله غفوري په ټینګار سره وویل، تر دې وروسته اړتیا نشته چې سوداګر د خپلو اړوندو صادراتي محصولاتو د طی مراحل کولو په پار مختلفو ادارو ته مراجعه وکړي او خپل وخت ضایع کړي.
دغه راز د کندهار والي روح‌الله خانزاده، هم د یاد مرکز په پرانیست غونډه کې وویل، چې په کندهار کي د سوېل لوېدیځې حوزې په کچه د صادراتي محصلاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز په پرانیستلو سره به د کندهار او ددې زون په سوداګرۍ او صادراتو کي په پراخه کچه زیاتوالی راشي او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.
 ښاغلی خانزاده وویل، ددې مرکز پرانیستل، د سوداګرو د صادراتو پروسه چټکوي، د فساد مخنیوی کوي او کاغذ‌پراني له منځه وړي.
په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني هم په خپلو څرګندونو کي وویل، ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او زیاته یې کړه، چې په همدې موخه یې په ځانګړې لارښوونې سره د صادراتي محصلاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز د لومړي ځل لپاره په کندهار کي پرانیست، چې په دې سره به د کندهار او سوېل لوېدیځې حوزې د ټولو سوداګرو هغه ستونزې، چي په صادراتو کي یې درلودې له منځه ولاړي شي.
ښاغلی غوریاني زیاته کړه، له دې وروسته دې ته ورته نور مرکزونه به هم د هېواد په نورو زونونو کي پرانیزي، چې په ترسره کېدو سره به یې هېواد کې سوداګري په پراخه کچه پرمختګ وکړي.
په ورته وخت کې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار جلال الدین سعید د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز جوړول د هغو سوداګرو د هڅو پایله وبلله، چې کلونه ـ کلونه یې د هېواد په هر ډول حالاتو کي افغاني تولیدات نړیوالو بازارونو ته رسولي دي.
ښاغلی سعید وویل، چې د کورنیو محصولاتو د صادراتو لړۍ د ښه والي په پار حکومت نورې اسانتیاوې هم برابروي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

کشت توت زمینی در ننگرهار افزایش یافته است؛ پیش‌بینی برداشت ۶۷۰ متریک تُن محصول در سال جاری

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس معلومات کارمندان ترویجی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، امسال در چهار ولسوالی این ولایت در ۴۰۶ جریب زمین، توت زمینی کشت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۱:۱۱
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی بهاری در ولسوالی فرزه ولایت کابل 

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی فرزه، کمپاین نهال‌شانی بهاری را تحت عنوان «غرس نهال صدقه جاریه است» با همکاری مؤسسه شلتر فار لایف و با. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای دهاقین در دایکندی

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری یک مؤسسه خیریه بشری، برای شماری از دهاقین در مرکز این ولایت تخم‌های سبزیجات توزیع نمود.
در این روند، برای هر دهقان. . .

بازگشت به خبرها