د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او پراختیا په پارهڅې

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۶:۸
د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او پراختیا په پارهڅې

په افغانستان کې د کلیوالو سیمو کابو ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او کرنه او مالدارۍ د دغو وګړو په معیشیت کې خورا ارزښتمن رول لوبوي. که څه هم د تېرو لسیزو په جګړو کې د نورو سکټورونو تر څنګ د کرنې او مالدارۍ سکټور هم خورا ډېر زیانمن شو خو له څو کلونو راهېسې حکومت، ښکېلو اړخونو، بزګران او مالداران ډېرې هڅې کړي دي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور بیا را ژوندی کړي. افغان حکومت غواړي چې د کلیوالو سیمو د اقتصادي وضعیت ودې ته ډېره پاملرنه وکړي او دغه کار یې په خپل لومړیتوبونو کې نیولی دی. په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د مالدارۍ او کرنیزو توکو د پروسس په برخه کې ډېر ټینګار کېږي، ځکه چې دواړه برخه د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي.
په هېواد کې د کرنې ترڅنګ مالدارۍ هم اقتصادي ارزښت لري او یو شمېر کورنۍ په تېره کلیوالو کورنیو د خپلو کورنیو يوه اندازه لومړني اقتصادي اړتیاوې د کورنیو حیواناتو په ځانګړي ډول له غواوو، وزو او مېږو څخه پوره كوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارانو د څارویو د خوندي کولو او د انسانانو او څارویو د ګډو ناروغیو د مخنیوي په پار د هېواد په کچه هرکال د بروسلوز، طبق، زینوس او نورو حیواني ناروغیو د کنټرول په پار د واکسینونو کمپاین په لاره اچوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په کچه پر کورنیو څارویو له ډلې غوا او وریو د «تطبق او بروسلوز» ناروغیو د واکسینونو کمپاین پیل شوی دی. دا سږکال په هېواد کې د کورنیو څارویو د واکسیناسیون د کمپاین لومړی پړاو دی، چې ټاکل شوې په ترڅ کې یې په ټولیزه توګه شپږ میلیون ډوزه حیواني واکسین پر څارویو پلی شي.
په افغانستان کې مالدارۍ تر ډېره په دودیز سیستم پر مخ وړل کېږي خو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې هڅه کې ده، چې د مالدارانو د اقتصادي ودې او د مالدارۍ د پراختیا په موخه دودیز سیستم پرمختللې سیستم ته واړوي او په همدې موخه یې کڼ شمېر مالدرانو ته روزنه هم ور کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه د څارویو د نسل د اصلاح په پار هم پراخ پروګرامونه پلي کړې، چې له دې ډلې د سپرم د کنګلولو د پروسس لابراتوار ایجادول، په مرکزي لابراتوار کې کنګل شوي سپرم تولیدول او همدارنګه پر دولتي او سکټوري ټکنیشنونو د بهرني بقه غواګانو سپرم وېشل دي.
په هېواد کې د څارویو شمېر څه باندې ۳۰ میلیون اټکل شوې، چې په هره ولسوالۍ کې ورته یو روغتیایي مرکز پرانیستل شوی او د وترنرۍ د کارکوونکو له‌خوا یې درملنه کېږي.
په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د څارویو او چرګانو د روزنې زرګونه لوی او واړه فارمونه جوړ شوي، چې په زرګونه خلک په‌کې په کارونو بوخت او محصولات‌یې هم ډېر شوي دي.
افغانستان اوس د لبنیاتو په برخه کې خپله څه باندې ۶۰ سلنه اړتیا په کور دننه پوره کوي. داسې چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې هغه کورنۍ چې څاروي لري لبنیات هم ځانته جوړوي او هم بازار ته يې وړاندې کوي او په یوشمېر دولتي او خصوصي فارمونوکې لبنیات تولید او بازارته وړاندې کېږي.
لبنیات چې د افغانو کورنیو د اقتصاد یوه برخه جوړوي دې ته په کتو افغان حکومت هم په یو شمېر ولایتونو او سیمو کې د لبنیاتو د پروسس فابریکي، د لبنیاتو ټولنې او د لبنیاتو د تولید په موخه فارمونه جوړ کړي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۱
Background image

توزیع ۱۰ هزار خریطه کنترول مگس خربوزه برای دهاقین ولسوالی حضرت سلطان سمنگان

۲۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان از توزیع ۱۰ هزار خریطه ویژه کنترول مگس خربوزه برای دهاقین ولسوالی حضرت سلطان خبر داد.
این برنامه از سوی مدیریت عمومی حفاظه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۳
Background image

برگزاری جلسه سکتوری زراعت و مالداری با حضور مؤسسات همکار در ولایت بامیان

۲۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتوری زراعت و مالداری با حضور نمایندگان مؤسسات همکار، مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و سایر اشتراک‌کنندگان، در سالون جلسات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

سیر علمی محصلان پوهنځی زراعت از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز

۲۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
شماری از محصلان پوهنځی زراعت همراه با استادان خویش و با حضور رئیس پوهنځی زراعت، در چارچوب یک برنامه سیر علمی از بخش‌های مختلف ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت. . .

بازگشت به خبرها