زیرې کرکېلي ته د هلمندي بزګرانو لېوالتیا؛ سږ یې حاصلات ډېریږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۹:۲۷
زیرې کرکېلي ته د هلمندي بزګرانو لېوالتیا؛ سږ یې حاصلات ډېریږي


۹ غویی ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د زیرې کروندې زیاتې شوي دي، چې حاصلات به یې هم د نورو کالونو په پرتله زیات شي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې وروستیو کالونو کې د نورو با ارزښته نباتاتو ترڅنګ هلمند ولایت کې د زیرې کرنه هم دود شوې، چې د زیرې کروندګر یې له کرکیلې او بازار څخه خوښ دي.
زلمی الکو وویل: « د احصایي او مالوماتو د شمېرو له مخې  سږکال د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو په شاوخوا 451 هکټآره ځمکه کې زیره کرل شوې ده، چې د اټکل له مخې به دغو کروندو څخه څه باندې ۵۴۰ ټنه حاصل تر لاسه شي.» 
د هلمند زیره د کیفیت له پلوه غوره زیره بلل کېږي، چې په کور د ننه او بهر کې ښه نوم او بازار لري.
زیره، چې په اصل کې یو غرنۍ، صنعتي او طبي بوټی دی، ځانګړي اقلیمي شرایطو ته اړتیا نه لري نو په همدې موخه د هلمند په ډېرو سیمو کې یې کرکېله دود شوې ده.
له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخیستل کېږي، چې ډېر مینه وال او پېرېدونکي لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS