لوګر کې سږ کال ۱۷۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۵:۱۱
لوګر کې سږ کال ۱۷۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

۲۰ سلواغه ۱۳۹۹
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په پار یې د بېلابېلو مېوو شاوخوا ۱۷۰۰ بڼونه جوړ کړي دي.
د لوګر ولایت د کرنې رییس عبدالله تسل په وینا د یاد ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په پار ۱۵۰۰بڼونه د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» او پاتې ۲۰۰جریبه یې د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» او کرنې ریاست په ګډې همکارۍ د ډول ډول مېوو لرونکو ونو چې ټولیز شمېر یې ۱۷۰۰ ته رسیږي د بڼوالو په ۴۰ سلنې ونډې سره جوړ کړي دي.
دغه راز په ورته وخت کې د بڼوالۍ د پراختیا، پالنې او روزنې په پار عملي لارې چارې ښودل، په عصري او نویو سیستم سره بڼونه جوړول، روزنیزې برنامې په لاره اچول هغه څه دي، چې د کرنې ریاست او همکارو پروژو له لارې سږکال بڼوالو ته ترسره شوي دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۷
Background image

وزارت زراعت زمین را به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذی‌الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد زمین‌ها، حافظ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۴
Background image

سمینار آموزشی سه‌روزه به منظور ارتقای سطح علمی کارمندان در ریاست اراضی برگزار شد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
به منظور ارتقای ظرفیت‌های مسلکی و افزایش سطح دانش کارمندان، سمینار آموزشی سه‌روزه‌ای در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
این سمینار از سوی ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۵
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی برای دهقانان پیشقدم ولایت کابل

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، به منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصلات زراعتی، ۱۴۴ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده بذری جواری را همراه با ۹۰۰ کیلوگرام کود. . .

بازگشت به خبرها