کندهار کې د مالدارۍ سکټور ورځ تربلې مخ پر وده ده

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۵
کندهار کې د مالدارۍ سکټور ورځ تربلې مخ پر وده ده

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
کندهار د هېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د کرنې او مالدارۍ لپاره مناسبه څاپېریال لري. دا چې کندهار يو له سمسورو ولايتونو څخه دى، نو ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د بېلابېلو سبو، غلو دانو او مېوو د تولید ترڅنګ، په دې ولایت کې د مالدارۍ صنعت هم غوړېدلی، چې ورسره په دې ولایت کې د لبني محصولاتو د تولید کچه هم لوړه شوې ده.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې په دې ولایت کې د دودیزې مالدارۍ ترڅنګ د غوا روزنې ۶۱۸ فارمونه، د شاتو مچیو ۵۲ فارمونه، د کبانو روزنې او تولید یوزرو ۶۰۰ فارمونه او د غوښینو چرګانو یوزرو ۱۷۰ لوی او واړه فارمونه فعالیت لري.
دکندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په کندهارکې يوازې په فارمونو کې د اټکل له مخې ٤٦ زره ډول ډول غواوې روزل کيږي، چې تر ټولو غټ فارم یې شاوخوا ۳۰۰ راسه غواوېلري. ددې ولایت د مالدارۍ د برخې د چارواکو په خبره، په یاد ولایت کې د مالدارۍ د فارمونو تاريخي مخینه ٥٧ کالو ته رسیږي.
له یادو فارمونو څخه د ورځې ۱۰۰ زره لیټره شېدې، دکال نږدې ۲۵ ټنه شات او د کال له ۳۵۰۰ څخه تر څلور زره ټنو پورې د کبانو غوښې، چرګان او هګۍ تولیدیږي.
همدا راز د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امریت سره ۳۶۰ دلبنیاتو مرکزونه، څلور د پروسس فابریکې او ۶۳۲ لوی او کوچني فارمونه ثبت دی؛ چې له دې ډلې نوموتی هغه یې د مېلکو فابریکه ده، چې په لسګونه ډوله لبني توکي لکه، شیدې، مستې، شړومبې، کوچ، پیروی، شیرپېره، ایسکریم، فرني، شیربرنج اونور ډول ډول لبني توکيتولیدوي.
د کندهار د کرنې ریاست وایي چې د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه یي ګڼې روزنیزې برنامې، عامه پوهاوی د مالدارۍ د برخې اړونده توکي او د ناروغیو او افاتو د مخنیوي په پار د دوا او درملو وېشل هغه څه دي، چې د مالدارۍ وضعیت ور سره بدل شوی دی.
ډېری کندهاریان د مالدارۍ ګټه ښه بولي او وایي که چېرته دغې برخې ته لا پاملرنه وشي، محصولات یې په بازر کې په ښه بیه وپلورل شي نو د دوی کاروبار په ورسره وغوړیږي.
فضل محمد د کندهار د ډنډ په ولسوالۍ کې د مالدارۍ په فارم کې له تېرو پنځو کالو راهیسې کار کوي، هغه تر ۷۰ پورې ډول ډول غواوې په خپل فارم کې روزي، چې مالدارۍ یې په ورځیني ژوند ښه اغېزه کړې ده، او ګټه یې خورا ښه بولي. نموړی وایي، چې که د مالدارۍ سکټور ته لا اسنتیاوې برابرې شي ورسره د دوا او درملو تر څنګ نورې ګنې مرستې وشي نو په ژوند او مالدارۍ کې به یې لا بدلون راشي او له دې لارې به د مالدارۍ په برخه کې شته خنډونه یو څه راکم شي.
د کندهار نور فارم لرونکي هم د خپل اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې د دولت پاملرنه او مرسته اړین بولي. دوی وایي، چې د وطني لبنیاتو د ودې په پار دې باید د بهرني لبني محصولاتو د وارداتو مخه ونیول شي او د وطني لبنیاتو د ودې او زیاتوالي په پار دې باید هېوادوال او امنیتي او ملکي ادارو وطني لبنیات وپېرې او په دې برخه کې د تړونونو د لاسلیک زمینه برابره شي. همدارنګه فارم لرونکي له دولته غواړي، چې دوی سره دې دڅارویو خوراکې لپاره د یوې سمبالې فابریکې جوړولو، دشېدو لوښولو ماشینونو، دشېدو لېږدولو لوښو او په مسلکي ډول د فارم لرونکو روزلو په برخه کې مرستې ووشي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۹
Background image

توزیع بزهای شیری همراه با خوراک در ولسوالی خانقاه ولایت جوزجان

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه اکتیـد، برای ۵۰ خانواده مستحق در ولسوالی خانقاه، بزهای شیری همراه با خوراک مورد نیاز توزیع کرد.
هر خانواده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

ایجاد ۳۰۰ باغ بادام و شفتالو در جریان کمپاین خزانی در ولایت کندز

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز اعلام کردند که در راستای تقویت تولیدات باغداری و بهبود وضعیت زندگی دهقانان، در جریان کمپاین خزانی، دفتر «داکار» با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۵
Background image

دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با معین وزارت صنعت و تجارت قرغیزستان 

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با معین وزارت صنعت و تجارت کشور قرغیزستان در کابل دیدار و گفت‌وگو. . .

بازگشت به خبرها