د آمو پنځمې سیندیزې حوزې پروژه تخار کې د اوبولګولو سیسټمون د نتنظیم په پار څه باندې ۳۷۳ میلیونه او ۵۰۰ زره لګولی دی

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۷:۴۸
د آمو پنځمې سیندیزې حوزې پروژه تخار کې د اوبولګولو سیسټمون د نتنظیم په پار څه باندې ۳۷۳ میلیونه او ۵۰۰ زره لګولی دی
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د آمو پنځمې سیندیزې حوزې سکټوري پروژه د ۱۳۹۹یم کال په ترڅ کې د تخار په ولایت کې د اوبولګولو او ابرېزو سیسټمونو د تنظیم په پار ۳۷۳میلیونه او ۵۵۲ زره او ۵۴۲ افغانۍ لګولی دی.
د تخار د کرنې رییس سراج الدین مهربان وایي: « د آمو پنځمې سیندیزې حوزې سکټوري پروژه د تخار دکرنې ریاست په هغږۍ په ۱۳۹۹یم کال کې په دې ولایت کې د ابرویزو جوړولو او اوبولګولو د تنظیم په برخو کې، ددې ولایت د درقد، دشت قلعه، خواجه بهاءالدین، ینګي قلعه او تالقان په ولسوالیو کې د ۳۶۶میلیونه او ۳۵۲زره او ۹۹۸ افغانیو په لګښت د ۱۱ کانالونو رغنیزې چارې پیل کړې، چې له دې ډلې د درو کانالونو رغنیزې چارې بشپړ شوي او د پاتې نورو هغو رغنیزې چارې هم ډېرژر بشپړيږي. دغه راز د خواجه غار، خواجه بهاءالدین، ینګي قلعه، دشت قلعه او تالقان په ولسوالیو کې د ۵ میلیونه او ۸۵ زره افغانیو په لګښت نهه واټر شیټونه هم جوړې شوي دي.»
ددې ترڅنګ د آمو پنځمې سیندیزې حوزې سکټوري پروژه د تخار په ولایت کې، د ۶۳۶زره او ۷۱۰ افغانیو په لګښت د غنمو څلور ننداریزې قطعې او د جوارو درې ننداریزې قطعې جوړې کړي دي.
د تخار د کرنې ریاست زیاته کړه، چې د آمو پنځمې سیندیزې حوزې سکټوري پروژه د تخار د کرنې ریاست په هغږۍ د خواجه غار، خواجه بهاءالدین، ینګي قلعه او دشت قلعه ولسوالیو بزګرانو لپاره د اوبو لګولو ۵۳ ټولنې جوړې کړي او پر دوی یې سرټفکېټونه وېشلي دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها