هلمند کې د پنبې کرکېله؛ د مالوچو سږني حاصلات یې ۲۰ سلنه زیات شوي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۶:۵۵
هلمند کې د پنبې کرکېله؛  د مالوچو سږني حاصلات یې ۲۰ سلنه زیات شوي


دهقان (بزګر) اوونیزه /  عبدالواسع خان‌زاده
افغان بزگران له ډېر پخوا راهيسي پنبه دانه کري. یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکی هېواد وو. په افغانستان کې د پنبې ډېرې کارخونې هم شتون درلود. د پنبې کرکېله له میلاده ۴۰۰ کاله مخکې په باختر کې دود وه خو په افغانستان کې په ۱۳۱۴ ام کال کې د پنبې کرکېله دود شوی.
اوس مهال د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په لسګونه زره هکتاره ځمکه کې پنبه کرل کیږي.
هلمند، بلخ، پروان، کنړ، ارزګان، فاریاب، هرات، بغلان، بادغیس، نیمروز،جوزجان، کندز، لغمان، تخار، کاپیسا، ننګرهار، سمنګان، سرپل، کندهار او کابل هغه ولایتونه دي، چې په کې پنبه کرل کیږي.
هلمند هغه ولایت دی، چې پخوا د پنبې د تولید په برخه کې نوموتی ولایت و. ددې ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت په مرسته یې هلې ځلې پیل کړي، ترڅو په دې برخه کې ددې ولایت پخواني برم بېرته ترلاسه کړي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه، چې په ټولیزه توګه ۲۰ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه مالوچ ترې تر لاسه او بازار ته وړاندې شوي دي.
دهغه په خبره په دې ولایت کې د پنبې دکرکېلي د ودې او پراختیا په پار پر بزګرانو د پنبې اصلاح شوي تخونه، کیمیاوي سرې، داړتیا وړ درمل او نور اړین توکي وېشل شوي او ترڅنګ یې بزګرانو او ځمکوالو ته د پنبې  ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې د پنبې د کرکېلي او ترویج په موخه د پنبې ننداریزې قطعې جوړې کړي دي او ترڅنګ یې پر هغو بزګرانو چې د پنبې کرکېله کوي د پنبې د کرکېلي او حاصلاتو را ټولولو اړین توکي هم وېشلي دي. له پنبې څخه له غوړو نیولي بیا تر کالو پوري توکې تولیدیږي. پخپله د پنبې دانې او بوټی کیدای شي، چې د سون موادو او یا هم د نورو بوټو لپاره د کیمیاوي سرې په توگه وکارول شي.
د هلمند ولایت مالوچ چې پخوا یې د سپینو زرو په نوم شهرت درلود، د بُست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کیږي او بزګر هم خوښ دی چې په خپل ولایت کې یې محصولات پروسس او ګرم بازار لري.
د هلمند ولایت د بُست تصدۍ د هېواد په کچه لرغونی فابریکه ده، چې د څه باندې ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري. د بُست تصدي په ۱۳۴۳ ام کال کې د علیحضرت محمدظاهر شاه په وخت کې جوړه شوې ده، چې په هغه وخت کې یو زر او ۱۵۰ کسان په کې په دندو بوخت وو او مالوچ، پنبه، غوړي، صابون او کنجاړه به یې تولیدول. خو د کورنیو جګړو له امه یاده فابریکه خپل کار په ټپه ودرول او ماشینونه او اړین وسایل یې هم له منځه ولاړل.
د طالبان په دوره کې یې بېرته په فعالیت پیل وکړ، چې په کلنۍ ډول یې له پنځو تر اته زره ټنه پنبه پروسس کول. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې په لومړیو وختونو کې د لنډې مودې لپاره فعاله شوه بېرته بیا د څو کلونو کالونو لپاره فعالیت نه درلود. د هلمندولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمي الکو وایې، چې یاده فابریکه اوس بیا فعال شوی دی او د مګړۍ ۲۰۰ تنه کار کوونکي يه کې دنده تره سره کوي. یاده فابریکه د څه باندې ۳۰ زره ټنه مالوچو د پروسس وړتیا لري.
هېواد کې د مالوچو ترټولو لویه فابریکه بیا د هرات په صنعتي پارک کې شتون لري. د «طلای سفید افغان» کارخونه د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په پانګونې سره په ۱۳۹۶ یم کال کې پرانیستل شوه. د «طلای سفید افغان» د کارخونې چارواکي وایي، چې دغه فابریکه د څه باندې۷ میلیونه ډالرو په پانګونې سره له پنبې څخه د خالص تار د تولید په موخه جوړه شوې ده. د دوي په خبره یاده فابریکه په ورځ کې د ۶ تر ۹ټنه خالص تار د تولید وړتیا لري، ددې ترڅنګ په دې فابریکه کې ۳۵۰ کسانوته په نېغه او زرګونو نورو کسانو ته په نانېغه توګه د کار زمینه هم برابره شوې ده. ددې فابریکې تولیدات د کورنیو بازارونو ترڅنګ د سیمې او نړۍ بازارونو ته هم صادریږي. ددې فابریکې ترڅنګ اوس مهال په افغانستان کې د نساجي یوشمېر فابریکې فعالي دي، خو د دغې برخې د ودې لپاره لا ډېر کار ته اړتیا شته.
د کارخانو تر څنگ په کلیو کې ښځي په سنتي ډول هم له پنبې څخه تار جوړوي.
په وروستیو کلونو کې یو شمېر نړیوالو مرستندویه سازمانونهافغان مېرمنو ته داسې ماشینونه ورکړل چې په مرسته یې هغوی له پنبې تار جوړولای شي.
افغانستان یو وخت په سیمه کې د پنبې یو لوی تولیدونکی هېواد وو، په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې بیا ډېرې هڅي رواني دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS