هلمند کې د ګازرو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۱:۱۱
هلمند کې د ګازرو حاصلات ډېر شوي


۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې په یاد ولایت کې د ګازرو کرکېله او حاصلات ډېر شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست د ارزونې له مخې سږ کال په یو زرو ۹۰ هکتاره ځمکه کې ګازرې کرل شوي دي، چې سږني حاصل یې په منځینۍ ډول ۱۹ زره او ۸۰ متریک ټنو ته رسیږي؛ چې د تېرکال په پرتله د پام وړ زیاتوالی پکې راغلی دی.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست د څېړنو له مخې د هلمند خاوره اوبه او هوا د ګازرو پالنې او روزنې ته مناسبه ده، نو په همدې موخه یې ګڼو کروندګرو کښت ته مخه کړې ده .
د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د ګازرو د کرکيلې په اړه له کروندګرو سره په همکارۍ یو لړ پراګرامونه پلي کړي تر څو په یاد ولایت کې د نورو سبو او مېوو تر څنګ د ګازرو کرکېله زیاته او د بزګرانو اقتصادي وضعیت په پښو ودریږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

در بلخ برای ۵۵ دهقان ولسوالی نهرشاهی پیاز زعفران توزیع شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کارمندان ریاست زراعت بلخ در  ولسوالی نهرشاهی ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست به دست»، روند توزیع پیاز زعفران را برای ۵۵ دهقان در قریه شهرک وطنی این ولسوالی انجام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

وزیر زراعت با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی سفیر جمهوری اسلامی ایران در کابل، دیدار و درباره گسترش همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS