کامې کې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ګواښونو کمولو د پروژې کړنې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۶:۳۷
کامې کې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ګواښونو کمولو د پروژې کړنې


دهقان (بزګر) اوونیزه/ سلیمان وطنیار
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شويو ګواښونو کمولو پروژه «CDRRP»، په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ګواښونو د کچې ټیټولو په برخه کې کار کوي. دغه پروژه د ننګرهار او جوزجان په ولایتونو کې، چې له اقلیمي بدلونو څخه ډېر زیانمن شوي دي فعالیت لري. د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شويو ګواښونو کمولو پروژه «CDRRP»، د ننګرهار ولایت په درې ولسوالیو «بهسود، کامې اوخېوې» کې پراخ فعالیتونه تر سره کوي.
د کامې ولسوالۍ د ننګرهار ولایت په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د جلال آباد ښار ختیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده. د کامې په ولسوالۍ کې د کونړ سیند له لویدیځ څخه د ختیځ پر لور بهیږي او همدارنګه په دې ولسوالۍ کې د کابل او کونړ سیندونه سره یوځای کیږي. دې ته په کتو چې، په یادو دواړو سیندونو کې د اوبو کچه زیاتیږي، نو وخت ناوخت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي د سېلابونو شاهدان وي.
د کامې په ولسوالۍ کې په ټولیزه توګه ۱۹۳ شوراګانې شتون لري، چې له دې ډلې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شويو ګواښونو کمولو پروژه «CDRRP»، یوازې په پنځو شوراګانو کې کار کوي، چې له دغو پنځو شوراګانو څخه څلور هغه یې، چې د «مسلم آباد، خالصې، زاخېلو او بېله یاري» شوراګانې دي د کونړ سیند له جدي ګواښ سره مخامخ ول، او هرکال د سیند د اوبو د کچې په زیاتېدو او سېلابونو د راوتلو پرمحال د یادو شوراګانو کورونه او کرنیزې ځمکې زیانمنېدل، چې د سیې خلکو ته به یې ډېر زیات مالي او کله ناکله ځاني تاوانونه هم اړول. د سیمې د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ته په کتو دوی نشو کولای، چې په شخصي لګښت له سېلابونو څخه د خوندیتوب په پار استنادي دېوال جوړ کړي، ځکه چې لګښت یې خورا ډېر دی اوهر کال به سېلابونو ددوی کمزوری اقتصادي وضیعت لا پسې کمزوري کاوه، نو ځکه په یوازې ځان سره د استنادي دېوال جوړول د مسلم آباد، خالصې، زاخېلو او بېله یاري شورا ګانو اوسېدونکو ته یوه ناشونې چاره تر سترګو کېده.
د مسلم آباد شورا چې، د کامې په ولسوالۍ کې شتون لري او ۲۱۹ کورنۍ پکې ژوند کوي، د کامې ولسوالۍ یو له هغو شوراګانو څخه ده، چې په زیاته کچه کرنیزه ځمکه او کافي اوبه لري، اوسېدونکي یې تر ډېره په کرنیزو چارو بوخت دي او معمولاً په خپلو ځمکو کې غلې دانې او سابهکري. د کونړ سیند ددې کلي په سوېل کې شتون لري، او دا چې سیند په زیاته کچه اوبه لري نو هر وخت د اوبو د سطحې د لوړوالي په وخت کې به ېې ددې کلي کرنیزې ځمکې سیند له ځانه سره وړلې او هر کال به د سیمې د اوسېدونکو کرنیزې ځمکې په کمېدو وې، دغه راز کله به چې په دې کلي سېلاب راغئ ورسره به ېې د خالصې، زاخېل او بېله یاري کلي کرنیزې ځمکې او کورونه به یې زیانمنول، چې په ټولیز ډول سره د مسلم آباد، خالصې، زاخیلو، او بیله یاري د کلیو دوه زره جریبه ځمکهفصل به یې خرابول.
یادې ستونزې ته په کتو د کرنې وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شويو ګواښونو کمولو پروژه «CDRRP»، په دې سیمه کې د ۶۲۲ مترو په اوږدوالی استنادي دیوال، چې لس د بولډر ډکې هم په کې وې جوړ کړ، چې ددې استنادي دیوال په جوړولو سره د مسلم آباد، خالصې، زاخېلو او بېله یاري د شوراګانو کرنیزې ځمکې او کورونه د سېلابونو له ګواښه خوندي شول.
د یاد استنادي دېوال په جوړېدو سره، د مسلم آباد په کلي کې ۲۰۰ جرېبه هغه ځمکې، چې مخکې د کونړ سیند له ځانه سره وړې وه بېرته کرکېلي ته چمتو شوې ده، دا ځمکه نږدې د ۷۰ کورنیو دي او اوس مهال یوه اندازه دا کرنیزې ځمکې کرل شوي دي او په پاتې ځمکې هم کار روان دی، چې ډېر ژر به دا هم په کرنیزې ځمکې بدل شي، چې ورسره به ددې ۷۰ کورنیو په اقتصادي وضیعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي. ددې ترڅنګ یاد استنادي دېوال کولای شي، چې د مسلم آباد، خالصې، زاخېلو او بېله ياري شوراګانو دوه زره جرېبه کرنیزې ځمکې، چې مخکې به د سېلابونو له جدي ګواښ سره مخامخ و د سېلابونو له ګواښه وژغوري.
عاشق الله د سېمې یوتن اوسیدونکی دی، هغه هغو ځمکو ته په اشارې، چې وروسته د دېوال له جوړېدو بیا رغول شوې وایي، چې دا ځمکه له تېرو ۱۶ کالو شاړه ځمکه وه او اوس د مسلم آباد دېوال د جوړېدو له برکته دا ځمکې کرل کیږي. عاشق الله وویل، چې د استنادي دېوال په جوړېدو سره د دوی کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښه خوندي شوي، هغه خپلو کروندو ته په اشارې وویل، چې د دېوال تر جوړېدو وروسته مې په ۱۵ جریبه ځمکه کې هندواڼې وکرل او ښه حاصل مې ترې واخیست. عاشق الله وویل: «په ۱۵جریبه ځمکه کې مې هندواڼې وکرل، ډېر ښه حاصل مې ترې واخیست، سږکال مې د کور ټول لګښتونه له همدغو ځمکو تر لاسه کړه.»
عاشق الله وویل، ددې ترڅنګ چې دی په ۱۵ جریبه ځمکه کې هندواڼې کرلې و دده په کرونده کې ۱۵ نور کسانو ته د دندې زمینه هم برابره شوې وه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شويو ګواښونو کمولو پروژه «CDRRP»، هلې ځلې کوي، چې په ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ګواښونو کچه ټیټ او د یادو ولایت د بزګرانو عوایدو زیاتولو ته زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

آغاز کمپاین مجادله علیه آفت ملخ در ولسوالی‌های کشم و تگاب ولایت بدخشان

مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از آغاز کمپاین مجادله علیه آفت ملخ به منظور جلوگیری از متضرر شدند مزارع دهاقین در ولسوالی های کشم و تگاب این ولایت خبر می دهند.
ملخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۳۰
Background image

برای ۵۰ فامیل در ولایت فاریاب صندوق زنبورعسل توزیع شد 

ریاست زراعت ولایت فاریاب به همکاری دفتر کمیته ناروی صندوق‌های زنبور عسل را برای ۵۰ فامیل توزیع کرد.
کارمندان اداره زراعت برای این فامیل‌ها قبلا روش‌های پرورش و نگهداری زنبور را آموزش. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۱۷
Background image

توزیع خوراکه مرغ برای ۵۰ فامیل مرغدار در ولسوالی سالنگ ولایت پروان

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان در همکاری موسسه پاملرنه برای ۵۰ فامیل مرغدار خوراکه مرغ توزیع نمود.
برای هر یک از این فامیل‌ها  مقدار۴ بوری ۵۰ کیلویی مواد خوراکه متراکم یا. . .

BACK TO NEWS