هلمند کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسينو کمپاين پيل شو

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۱۴:۹
هلمند کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسينو کمپاين پيل شو

۱۹ لړم ۱۳۹۹
دهلمند ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا ددې ولايت دمالدارو کورنيو دملاتړ او د دوی دڅارويو د خونديتوب په موخه دڅارويو د طاعون او بروسلوز (حيواني محرقې) پر وړاندې دواکسينو کمپاين پيل کړی دی.
د هلمند دکرنې رييس زلمی الکو وايي، چې ددې کمپاين په لړ کې ۱۳۵ زره او۳۶۷ څاروي ديادو ناروغيو پر واړاندې واکسينيږي.
ښاغلی الکو وويل، چې ددې کمپاين په لړ کې به ۵۰زره کوچني څاروي او ۱۰زره لويو څارويو ته  د بروسلوز او ۷۵زره او۳۶۷ څارویو ته د طاعون پروړاندې واکسين ورکول کيږي.،
زلمی الکو زیاته کړه، چې دواکسينو ياد کمپاين به د هلمند کوچي مېشتو سیمو ترڅنګ په مرکز لښکرګاه، ګرمسیر، ناوه، نادعلي ،مارجه، نهرسراج، نوزاد، موسی کلا، کجکي او سنګین ولسوالیو کې پلي کيږي.
ددې کمپاين په پلي کولو سره به د پي پي آر یا طاعون ناروغي، چې د شخوند وهونکو حیواناتو ترمنځ لیږدونکې ناروغي ده او همدارنګه د بروسلوز ناروغۍ چې، د بچي غورځونکي ناروغۍ په نوم پېژندل کیږي کچه راټیټه  شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها