د لوګر د پیازو غوره حاصلات؛ سږ یې حاصلات نږدې ۳۷ زره ټنو ته رسیږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
د لوګر د پیازو غوره حاصلات؛ سږ یې حاصلات نږدې ۳۷ زره ټنو ته رسیږي
لوګر یو کرنیز ولایت دی، چې ۸۰ سلنه اوسیدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې دخپل ژوند لګښتونه پوره کوي.
ځمکوال او بزګر هر کال په دې ولایت کې له څه باندې ۵۱ زره او ۵۰۰ جريبه اوبيزې او ۳۴زره او ۳۰۰ جریبه للمي ځمکې څخه په زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.
په لوګر کې هر کال په زرګونه ټنه پیاز، کچالو، غنم، جوار، لوبیا، وربشې، رومیان، ډول ډول سابه او نور کيږي، چې په لوګر سربېره کابل، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم صادریږي.
خو په دغو کرنیزو توکو کې پیاز د لوګر ولایت د بزګرانو لپاره ښه عاید لرونکی محصول شمېرل کیږي. له همدې امله یاد ولایت د پیازو د سترو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې شمېرل کیږي.
روان کال د لوګر بزګران په یو زر او ۱۶۰ هکټاره ځمکه کې پیاز کرلي دي، چې له دغو کروندو څخه به ۳۶ زره او ۵۴۰ متریک ټنه پیاز لاسته راشي.
د لوګر ولایت اقلیم د پیازو کرکېلي لپاره ډېره مناسبه ده او پدې وروستیو کلونو کې ددې ولایت د پیازو کرکېله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. مناسبه آب وهوا، د اصلاح شویو تخمونو وېش او پېژندنه، د نباتي ناروغیو او افتونو کنټرول او د کرنې ریاست له خوا بزګرانو ته لازمې سلا مشورې ورکول په دې ولایت کې د پیازو د تولیداتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.
د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وایي: «د لوګر د پیازو سږني حاصلات ښه دي، سږ یې بازار هم ښه دی بزګران خپل پیاز په مناسبه بیه خرڅوي. که څه هم د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د پیازو د کروندو کچه ټیټه ده، خو د پیازو د تولید په کچه کې د پام وړ بدلون نه تر سترګو کیږي.» ښاغلی تسل وویل، چې تېر کال د لوګر ولایت په یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې ۳۷ زره او ۸۰۰ مټریک ټنو ته رسېده، خو سږکال ددې ولایت په یوزر او ۱۶۰ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي، چې تر لاسه شوي محصول به یې ۳۶ زره او ۵۴۰ ټنه وي. د لوګر د کرنې رییس وویل: «په تېرو دوو کلونو کې د رومي بانجانو لوړې بیې د پیازو په کښت هم اغېزه کړې، بزګران تر ډېره غواړي، چې په خپلو ځمکو کې رومي بانجان وکري.»
د لوګر ولایت کابو ۲۰ سلنه بزګران د پیازو په کرکېلې بوخت دي او د کرنیزو محصولاتو د پلور له لارې د خپل ژوند معیشت برابروي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایي «د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکي په ټولو برخوکې له بزګرانو سره همکاري کوي. د بزګرانو هڅول، د نژاد (ورایټی) انتخاب، د اګروتخنیک چارې، د افتونو او ناروغیو مخنیوی او کنټرول او د پیازو د کرکېلي په هکله پوهاوی ورکول هغه موضوعات دي، چې د لوګر د کرنې ریاست په دې ولایت کې د پیازو د کرکېلي د ودې په پار تر سره کړي دي.»
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د سنګرخېلو دکلي یو تن بزګر سیدمحمد نورو کلونو ته په کتو د پیازو سږني حاصلات ښه بولي او وایي، چې سږ یې د پیازو حاصلات ښه وو نو عواید یې هم ورسره ښه شوې. د هغه په خبره د نورو کلونو په پرتله سږکال د پیازو بیه هم ښه ده، خو هغه د پیازو پېر-پلور لپاره مناسب مارکېټ غواړي او له حکومته غواړي، چې د پیازو پېر- پلور په پار مناسب مارکېټ ایجاد شي او د پیازو محصولاتو ته بازار موندنه ووشي.
د لوګر پیاز نه یوازې دا چې ددې ولایت او د ګاونډو ولایتونو اړتیاوې پوره کوي ددې ترڅنګ د لوګر پیاز ګاونډیو هېوادونو ته هم صادریږي. په دې وروستیو کې د افغانستان پیاز متحده عربي امارات او اذربایجان ته هم صادر شوي دي.
حاجي کشمیر له تېرو ۲۰ کالو د پیازو سوداګري کوي، هغه د پیازو سږني حاصلات او بیې ښې بولي او وایي، چې د لوګر پیاز د سیمې په کچه بې ساري دي او ډېر پرېدونکي لري. حاجي کشمیر وایي، چې د افغانستان پیاز تر ډېره متحده عربي امارات، پاکستان، کولمبیا او هندوستان ته صادریږي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوګر ولایت د کروندګرو ستونزو ته په کتو ددې ولایت د پیازو کروندګرو لپاره د پیازو ۱۵۰ زېرمتونونه جوړوي، چې رغنیزې چارې یې د بشپړېدو په درشل کې دي. ددغو زېرمتونو په جوړولو سره بزګران کولای شي، چې خپل محصولات په کې خوندي او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې خرڅ کړي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

برگزاری نشست مدیریت، احیاء و حفاظت از جنگلات در وزارت زراعت

۱۶ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
نشستی به‌منظور مدیریت، احیاء و حفاظت از جنگلات کشور به ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور مولوی عبدالحق مخدوم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۸
Background image

آغاز کمپاین مجادله علیه ملخ‌های مضره زراعتی در سمنگان

۱۶ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین مجادله علیه ملخ‌های مضره زراعتی از سوی مدیریت عمومی حفظ نباتات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان در شماری از ساحات این ولایت آغاز شده است.
به گفته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

در دو ولسوالی ولایت هلمند، تخم‌های اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی برای صدها تن از دهقانان توزیع شد

۱۶ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند در هماهنگی با این اداره و با حمایت مالی مؤسسه «افغانستان نسل‌های آینده»، تخم‌های اصلاح‌شده جواری و. . .

بازگشت به خبرها