زابل کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۲۰۲ پروژو چارې ۳۰ سلنه بشپړ شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۵:۵۸
زابل کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۲۰۲ پروژو چارې ۳۰ سلنه بشپړ شوې
 
۳ وږی ۱۳۹۹
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۲۰۲پروژو چارې پیل شوې وې، ۳۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې په پلي کېدو سره یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د زابل ولایت دکرنې چارسمبال رییس صفت الله نبي زاده وویل، چې دغه پروژې د زابل ولایت په مرکز کلات، او ددې ولایت په شاجوی او شهرصفا ولسوالیو کې پلي کیږي.
ښاغلی نبي زاده وویل: «زابل کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په ټولیزه توګه ۲۰۲ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې ۲۰۰ یې ممیزخونې او دوه نور یې د مڼو لپاره سارک سړې خونې دي، چې ددغو پروژو رغنیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
د زابل د کرنې ریاست چارسمبال وویل: «زابل کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل ددې ترڅنګ چې د زابل د بزګرانو او بڼوالو کرنیز توکي خوندي ساتي، ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو ستونزې راکموي، د عوایدو کچه یې زیاتوي او ترڅنګ یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.»
په همدې حال کې د زابل ولایت هغه بزګران، چې دکرنې وزارت له خوا ورته سړې خونې او ممیزخونې جوړیږي، د کرنې وزارت له خوا ددغو سړوخونو او ممیزخونو د جوړېدو هرکلۍ کوي او هیله مند دي، چې ددغو پروژو په جوړېدو سره کروندګر د مناسبو سړوخونو او ممیزخونو خاوندان شي او د دوی د حاصلاتو د خوڅاکېدو او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
د زابل ولایت دمرکز کلات یو تن بزګر شاه جهان وایي: «د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل کولای شي، چې د زابل ولایت د انګورو بڼوالو انګور په خپلو سیمو کې خوندي او د خوڅاکېدو مخه یې ونیسي.» شاه جهان زیاته کړه: «زه د انګورو دوه نیم زره تاکونه لرم او دکرنې وزارت له خوا نوي او عصري ممیزخونو جوړلو ته ځکه خوښ یم، چې د نوي او عصري ممیزخونو په درلودو سره به زما د انګورو محصولات په ښه کیفیت سره په ممیزو بدل شي او دا زمینه به راته برابره شي، چې خپل ممیز په ښه بیه وپلورم.» شاه جهان د کرنې وزارت پر مشرتابه غږ وکړ، چې د زابل ولایت کرنې او مالدارۍ ته لا ډېره پاملرنه وکړي، ځکه د هغه په خبره زابل یو محروم ولایت دی او د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو په زیاتولو کې رغنده رول لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د زابل په ولایت کې ۲۰۲ پروژې پلي کوي، چې رغنیزې چارې یې روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۳
Background image

توزیع بسته‌های کوچک مالداری برای باشندگان مرکز شهر زرنج

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز در هماهنگی با موسسه سازمان کمک‌های بشری OHA، بسته‌های کوچک مالداری را برای شماری از باشندگان قریه‌های مالکی، بامری نهتانی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۱
Background image

آغاز ورکشاپ آموزشی سروی‌کنندگان ارزیابی حاصلات گندم در تخار

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ورکشاپ آموزشی دو روزه برای سروی‌کنندگان ارزیابی حاصلات گندم در ولایت تخار با حضور مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و نمایندگان سازمان خوراک و زراعت ملل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۳
Background image

برگزاری جلسه سکتوری زراعت و انکشاف دهات در بغلان

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتوری زراعت و انکشاف دهات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان با حضور مسئولان این ریاست، نمایندگان ادارات مربوطه و موسسات همکار برگزار شد.
این نشست به. . .

بازگشت به خبرها